شاته

چین کې د یو بل وائرس هَنټا د لاسه یو تن ژوند د لاسه ورکړی

چین کې یو بل وائرس چې هَنټا (Hantavirus) نومیږي د لاسه یو تن ژوند د لاسه ورکړی چې ورسره په نړۍ کې د کرونا وائرس سره سم د یو بل وائرس د خپریدو په حقله په خلکو کې ویره پیدا شوې ده.

د هَنټا وائرس پیژندنه

امریکا کې د وائرسو څخه د خپریدونکې ناروغیو د مخنيوي مرکز چې (سي ډي سي) په نوم یادیږي ددې وائرس په حقله واي چې دا د مږو د خاندان د ځناورو چې ورته په انګریزۍ کې روډنټس واي څخه خپریږي.

په روډنټس خاندان کې مږې،منګکان ،د ونو مږه يا ګلهري ، نولي،ګراونډهاګ،ګني پیګ،وغیره شامل دي. هغه مږې یا روډنټس چې دغه وائرس لري د موتیازو ، لاړو(لعاب ) او کله کله د دوي د چک لږولو سره دا ناروغي پورې کیږي.

ددې ځناورو موتیازې یا لعاب چې کله هوا کې ورشامل شي او دغه ځائ کې کوم موجود انسان ساه واخلي نو هم ورته د لږیدو خطر وي.

سائینس پوهان لیکي که په دغه وائرس اغيزمنده ځناورو موتیازې یا لعاب په کوم لوخي یا ځائ پریوتې وي او ددغې سره د کوم تن د وجود برخه ولږي او یا دغه لوخي کې خوراک اوکړي نو هم ورته لږیدلی شي.

علامتونه

ددې ناروغۍ سره هم د بیمار تن د ساه اخستو په عمل کې مشکلات پیدا کیږي او پړپوس یا سګي زیات اغیزمند کوي

ددې نه علاوه ددې بیمارۍ علامات ستړی والی ، ورسره تبه او تنګستیا هم طبي ماهرانو یاد کړي دي.

حفاظت

کور یا د اوسیدو ځایونو کې د مږو یا منګکانو لپاره د پاتې کیدو علتونه ختمول،ددوي اډې ختمول، لکه ګنده ځایونه پاکول، د خوراک شیان خوندي ساتل، د کور لوخي او نور د خوراک لپاره کاریدونکي څیزونه په محفوظه ځایونو کې کیښودل او هغه ځائ کې خوراک نه کول چرته چې دا ځناور په اکثریت سره اوسي.