شاته

افغان حکومت سل طالب بندیان خوشې کوي

د افغانستان د ملي امنیت شورا چارواکي وايي، چې د طالبانو او د افغان حکومت د استازو ترمنځ د چهارشنبې په ورځ د وري په شپږمه د ویډیو کنفرانس له لارې د بندیانو د خوشې کولو پر مسله د مخامخ خبرو وروسته حکومت پریکړه کړې، چې سل طالب بندیان په مشروط ډول خوشې کړي.

د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل د خپل ټویټرپه پاڼه لیکلي، چې دا بندیان به د راروانې سه شنبې تر ورځې د وري دولسمې ورځې پورې خوشې شي.

ښاغلي فیصل لیکلي " افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د لومړني تماس ګروپ د ویډیو کنفرانس له لارې د طالبانو سره د زندانيانو د خلاصون پر لومړنيو تخنیکي اقداماتو خبرې وکړې. تر نورو بحثونو وروسته به د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان مطابق د زندانیانو عمر روغتیایي حالت او د کرونا وایرس پر وړاندې اسیب پذیریو ته په کتلو سره، د مارچ تر ۳۱مې نېټې پور سل تنه زندانیان د بشري خواخوږۍ له خاطره د طالبانو د ډلې او زندانیانو څخه جنګ ته د بیا نه راګرځېدلو تر تضمین تر لاسه کولو وروسته خوشې شي".

ښاغلي فیصل ویلي، چې په دې اړه د نورو بحثونو لپاره به په راتلوونکو ورځو کې افغان حکومت او د طالبانو استازي مخامخ خبرې وکړي.

د قطر پایتخت دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي، چې د بندیانو پر مسله د دغې ډلې د استازو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د امریکا، قطر او نړیوال سره صلیب د استازو په ګډون د یو ویډیو کنفرانس له لارې د چهارشنبې په ورځ څلور ساعته خبرې شوي دي.

سهیل شاهین ویلي، چې د طالبانو یو تخنیکي پلاوی به د بندیانو د خوشې د بهیر د څارنې لپاره بګرام زندان ته هم سفر وکړي.

د چهارشنبې د ورځې خبرو وړاندې تیره اونۍ هم افغان حکومت او د طالبانو استازو د یو ویډیو کنفرانس له لارې پر دې مسله خبرې کړې وې.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي " یوناما" په یوه لنډه اعلامیه کې، چې د ټویټر پر پاڼه یې خپره کړې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د چهارشنبې د ورځې د خبرو هرکلی کړی او دا خبرې یې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره یو ښه اقدام ګڼلی دی.

یوناما ویلي " ښکیلو خواو ته د هر بندي سره د نړیوالو قوانینو له مخې په عزت د چلند او سولې ته د ځواب ویلو د اهمیت په اړ د هغوی د مسولیت یادونه کیږي".

د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشې کولو پر سر د جنجالونو له امله بین الافغاني خبرې هم ځنډیدلي دي.

د امریکا او د طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له مخې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د دغې هوکړې د لاسلیک وروسته لس ورځې ټاکل شوې وې، خو د دواړو غاړو ترمنځ په دې مسله د جنجالونو له امله د هوکړې د لاسلیک څخه د شاوخوا دریو اونیو د تیریدلو وروسته هم د بین الافغاني خبرو لپاره دقیقه نیټه نه ده ټاکل شوې.