د هرات تړلی ښار په انځورونو کې
د افغانستان لوېدیځ ته په هرات کې د کورونا ویروس خپرېدو پسې حکومت په دغه ولایت کې د ورځې پر تګ را تګ بندیز ولګاوه او له خلکو یې وغوښتل چې کورونو کې پاتې شي.
هرات ښار له ایران سره پوله لري له دغه هېواد ترې افغان کډوال ستنېږي او د افغانستان ښارونو کې د کورونا ویروس د خپرېدو له پلوه تر ټولو ډېر زیانګالی بلل کېږي.
د چارشنبې په ورځ(د مارچ ۲۵) په دغه ښار کې د هغو کسانو شمېر ۵۳ ته ورسېد چې معاینه یې شوې او کورونا نیولي دي. له کورونا مړه شوې ۴۵ کلنه ښځه هم د هرات اوسېدونکې وه.
ګرځبندیز پسې بازارونه، هټۍ او ټول پلورنځي تړلي او خلک هم تر تېرو ورځو کم لیدل کېږي، دا بندیز لومړیو کې دوه ورځې دی.
د هرات اوسېدونکي له حکومت غواړي چې د خلکو اقتصادي حالت ته هم کلک پام وکړي.
انځورونو د فرهاد تمنا