شاته

طالبان وايي د قیدیانود ازادېدو بهیر به یې د مارچ په اخېره کې شروع شي

افغان طالبانو ویلي په افغانستان کې بند د طالب وسله والو زندان څخه د ازادېدو بهیر به د مارچ د میاشت په اخېره کې شروع شي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټوېټر پېغام کې وویل د قیدیانو د ازادولو په اړه د امریکې، افغان حکومت، قطر، طالبانو او د سره صلیب چارواکو د ویډیو کانفرنس دلارې خبرې وکړې.

سهیل شاهین وویل "پدې ناسته کې پریکړه وشوه چې د بندیانو د خلاصون پروبه د مارچ د میاشتې پر ۳۱مه نیټه عملا پیل او د خپلو بندیانو د تصدیق لپاره به اسلامي امارت یو تخنیکي هیئت دبګرام بندي خانې ته لیږي تر څو د ورکړل شوي لیست مطابق د بندیانو په پيژندنه، تائید او را خلاصولو کې مرسته وکړي."

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د افغان حکومت یو لوړ رتبه چارواکي د دې خبرې تصدیق وکړو چې "یوه هفته کې دننه" به د قیدیانو د خوشي کېدو عمل شروع شي.

د طالب قیدیانو د ازادېدو خبره د امریکې او د طالبانو ترمنځ تېره میاشت په قطر کې لاس لیک شوي د سولې معاهده برخه ده.

د معاهدې ترمخه افغان حکومت به یې ۵۰۰۰ قیدیان ازادوي او په بدل کې به طالبان د افغان حکومت بندیان خوشي کوي چې زیاتره د امنیتي ځواکونو غړي دي.

د طالب ترجمان سهیل شاهین د اعلان نه دا نه څرګندیږي چې ایا طالبان به هم د خپلې ولقې نه د افغان حکومت قیدیان ازادوي او که نا او یا کله؟

رویټرز وايي د طالب قیدیانو د ازادېدو په ترڅ کې به بین الافغاني مذاکراتو دپاره لاره هواره شي. په دغه مذاکراتو کې به افغان حکومت هم شرکت کوي.

طالبانو د قیدیانو د ازادۍ خبره افغانستان ته د امریکې خارجه وزیر مایک مامپېیو د سفر نه څو ورځې وروسته کړې ده.

مایک پامپېیو په کابل کې د افغان صدر اشرف غني او د هغه سیاسي حریف عبدالله عبدالله سره په عرض ولیدل چې د دواړو افغانانو ترمنځ سیاسي اختلافات ختم کړي.

مایک پامپېیو افغانستان ته خپل سفر مایوس کن بللی دی.

په سټېټ ډپارټمنټ کې د وینا په وخت پامپېیو وویل چې داسې وخت کې چې هر څوک د سفر نه ډډه کوي، افغانستان ته د هغه ورتګ د دغه هیواد سره د امریکې مرستې او ژمنې څرګندوي.

د مایک پامپېیو کابل ته سفر د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافاتو په لېرې کولو کې نه دی کامیاب شوی خو افغانستان ته د هغه د سفر وروسته امریکې افغانستان ته د یو ارب ډالرو امداد وځنډولو. افغان حکومت وايي د واشنګټن دغه ګام به په هېواد کوم بد تاثیر ونکړي.

  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.