شاته

یوناما: تاوتریخوالی کم کړئ؛ په ۲۵ ورځو کې ۱۰۰ ملکیان وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) رپوټ ورکړی چې د مارچ د میاشتې په په لومړیو ۲۵ ورځو کې لږ تر لږه ۱۰۰ ملکي وګړي په تاوتریخوالیو کې وژل شوي دي او په لسګونو نور ټپیان شوي.

یوناما د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۵ (وري ۶) د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د نړیوال اوربند غوښتنې ته په اشارې په افغانستان کې د ټولو ښکیلو اړخونو غوښتي چې د تاوتریخوالي کچه نوره هم راکمه کړي او د اوربند او دوامداره سیاسي تفاهم لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیرش، د سه شنبې په ماښام مارچ ۲۴ د کروناویروس د خپریدو په دلیل په ټوله نړۍ کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه. هغه په یو ویذیویي پیغام کې ویلي چې په ټوله نړۍ کې جنګونه سخت شوي او ددې وضعیت قربانیان ښځې، ماشومان، معلولین او بیځایه شوي خلک دي.

یوناما ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي کمیدل د اوربند او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل کیدو سبب کیږي او ددې زمینه برابروي چې د کروناویروس پر ضد په ښه توګه مقابله وشي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د مارچ په میاشت کې د ملکې مرګ ژوبلې د عمده برخې مسولیت د افغانستان د حکومت ضد وسله والو ډلو په ځانګړې توګه د طالبانو او داعش په غاړه دی.

داعش د کابل په ښار کې د سکانو پء درمسال باندې د چهارشنمبې د ورځې د برید مسولیت منلی دی چې په ۲۵ تنه وژل شوي او اته تنه ټپیان شوي دي.

یوناما همداشان افغان پوځیانو په عملیاتو کې د ملکي وګړو په وژنه هم اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې یواځې د افغان ځواکونو په یو هوایي برید کې په کندز ولایت کې د مارچ په ۲۱ ۱۱ ملکي وګړي چې اکثر یې ښځې او ماشومان وو وژل شوي دي.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي چې ملګري ملتونه د افغانانو په مشرۍ د پراخ بنسټه بهیر څخه ملاتړ کوي چې په کې ښځې، لږکي او ځوانان ونډه ولري، هغه بهیر چې د افغانستان د ټولو اوسیدونکو بشري حقونه وساتي او په افغانستان کې د دوامداره سولې سبب شي.