شاته

کرونا وایرس د افغانستان او پاکستان تجارت په منفي توګه متاثر کړی دی

د کرونا وایرس لکه د دنیا د نورو برخو په ډول په پاکستان او افغانستان کې نه یوازې د خلکو د هرې ورځ ژوند متاثر کړی بلکې د دواړو ملکو ترمنځ کمزوری شوی تجارت یې هم په منفې توګه اغیز من کړی دی.

د افغانستان د نړیوال تجارت لویه برخه د پاکستان د لارې هېواد ته رسول کیږي. د دې ترڅنګ افغانستان د ګڼ شمیر بنیادي ضرورت شیان د پاکستان نه اخلي او پاکستان هم د افغانستان څخه یو شمیر تجارتي توکي واروي یا امپورټ کوي.

په یو وخت کې د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیز تجارت د کال مالیت دوه اشاریه اووه ارب ډالر و خو د دواړو ملکونو په سیاسي تعلقاتو کې د کړکیچونو، تاوتریخوالي او بې د اعتمادۍ په سبب د تجارت دغه کچه یو اشاریه پنځه ارب ډالرو ته راکمه شوې ده.

او د کرونا وایرس د خپرېدو وروسته نه یوازې د افغانستان او پاکستان بلکې د ایران او پاکستان او د افغانستان او ایران ترمنځ به سرحدونو تګ راتګ کم کړی شوی دی.

په افغانستان کې د کرونا وایرس دلاسه دوه مرګونه رپورټ شوي دي او ۷۹ نور کسان دې وایرس ناروغه کړي. افغان چارواکي وايي کرونا وایرس په تندۍ په هېواد کې په خپرېدو دی.

په پاکستان کې د کرونا وایرس دلاسه د مرګونو شمیر اته ته رسېدلی دی او د وایرس د ناروغانو شمېر ۱۰۰۰ ته رسېدلی دی.

د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې پاکستان د ایران او افغانستان سره خپلې پولې تړلې دي.

که یو خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ سفر کوونکي عام خلک او تاجران وايي د پولې تړل کېدل د دوی دپاره مشکلات راولاړوي نو پاکستان وايي دا ګام یې د خلکو ژوند د محفوظ ساتلو دپاره اخیستی دی.

د افغانستان سپین بولدک سره د پاکستان د چمن په پوله د صورتحال د وي او ای اردو څانګې د دارو خان سره خبرې کړې دي. دارو خان د افغانستان او پاکستان د تجارت د تجارتي تنظیم پخوانی صدر دی.

دارو خان وویل د چمن سرحد د مارچ د دویمې نېټې راهسې بند و خو دوه ورځې وړاندې پاکستان هغه ۹۰ ټرکونو ته افغانستان ته د تګ دپاره سرحد پرانیستلو چې خوراکي شیایان پرې بار وو.

دارو خان د وي او ای اردو څانګې ته وویل تاجران او د تجارت سره تړلي خلک غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت بغیر د څه ځنډ جاري وساتل شي ځکه چې د کرونا وایرس د ختمیدو میعاد لا نه دی معلوم.

د کابل نه یو افغان خبریال انیس الرحمان وي او ای ته وویل چې د افغانستان خارجه وزارت وايي په موجوده وخت کې په افغانستان کې د ضروري شیانو ‌ذخیره شته خو زیاته مسله هغه افغانانو دپاره شته چې د علاج دپاره پاکستان ته تلل غواړي.

د طورخم پوله هم د مارچ د ۱۶ نېټې راهسې تړل شوې ده.

د افغانستان ته خارجي تجارت لویه برخه د پاکستان د کراچۍ سمندري بندر دلارې افغانستان رسول کیږي.

د پاکستان او افغانستان د تجارت مشترکه تنظیم موجوده صدر زبېر موتي والا وايي که څه هم کراچۍ ښار د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر تړل شوی دی خو د کراچۍ بندر ازاد دی خو د کراچۍ او سند صوبې د تړل کېدو له امله ټرکونه افغان تجارتي سامان نه طورخم او نه هم چمن ته وړلی شي.

زبیر موتي والا وویل افغانستان ته د خوراک او نور سامان رسولو دپاره د طورخم پوله د څه لږ وخت دپاره پرانستل شوي وه خو اوس نور حرکت په مکمله توګه بند دی.

زبېر موتي والا وویل پکار ده چې د پاکستان او افغانستان په پوله د تجارتي سامان وړونکو ټرک ډرایورانو او د هغوی عملې دپاره د کرونا د ټېسټ انتظام برابر کړی شي او صحتمندو ډرایورانو ته دې د تګ راتګ اجازت ورکړی کېږي.