BBC
 شاته

لویې څارنوالۍ امرالله صالح ته د سپکاوي په تړاو شکایتونه رد کړل

صالح شکایت د انځور حقوق Getty Images
Image caption امرالله صالح څو میاشتې وړاندې پر فېسبوک لیکلي وو چې هغه کسان به هېر نه کړي چې ده سپکې سپورې وايي

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي د زرغون بهیر بنسټ هغه شکایتونه یې رد کړل چې پر خواله رسنیو د دې بهیر مشر او په ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني مرستیال امرالله صالح ته د "سپکاوي او کنځلو" په اړه شوی وو.

د لویې څارنوالۍ په اعلامیه کې ویل شوي دا شکایتونه یې ځکه رد کړي چې پخپله د ښاغلي صالح لخوا نه وو ثبت شوي. اعلامیه زیاتوي په ۳۹ شکایت لیکونو کې له هغو ۳۹ کسانو شکایت شوی چې د ادعا له مخې ښاغلي صالح ته یې "سپکاوی کړی او هغه یې کنځلی دی."

خو اعلامیه وايي دا شکایت لیکونه د زرغون بهیر د سیاسي کمېټې د مشر له خوا لاسلیک شوي او لویې څارنوالۍ ته استول شوي دي.

لویه څارنوالي وايي چې د جزا قانون د ۶۸۱ مادې له مخې په خپله متضرر باید شکایت وکړي او که "دا شکایتونه په خپله د متضرر کس په لاسلیک لویې څارنوالۍ ته وسپارل شي نو د قانون له حکمونو سره سم به وڅېړل شي."

دا شکایتونه دوه ورځې وړاندې لویې څارنوالۍ ته سپارل شوي وو . دې شکایتونو ته په غبرګون کې د بښنې نړیوال سازمان ویلي وو چې دې مسلې "ژور اندېښمن" کړي دي.

ښاغلي صالح د دې شکایتونو په اړه اندېښنو او نیوکو ته په ځواب کې ویلي وو چې دا کسان د زرغون بهیر بنسټ له ادرسه لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي او ده له تېر یو نیم کاله راهیسې د زرغون بهیر په فعالیتونو کې برخه نه ده اخیستې.

خو نوموړي څو میاشتې مخکې هم پر خپل فېسبوک لیکلي وو، هغه کسان چې ده ته سپکې، سپورې وايي، هېر به یې نه کړي.

د ښاغلي صالح همدا فیسبوکې لیکنه، د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو نقد کړې او هغه یې مخامخ ګواښ یاد کړی، خو د خواله رسنیو ځنیو کاروونکو بیا د نوموړي د همدې فېسبوکي پوست ملاتړ کړی دی.