شاته

په نیمروز کې له افغانستان سره د ایران پوله پرانیستل شوه

په نیمروز کې له افغانستان سره د ایران پوله چې د کرونا ویروس د پراخیدو د مخنیوي له امله د افغانستان د امنیت شورا د پریکړې په اساس تړل شوی وه، بیرته د تګ راتګ لپاره خلاص شو.

افغانستان په هرات او نیمروز کې له ایران سره د فبروري په ۲۳ مې ( کب څلورمې) نیټې خپلې پولې په موقت ډول بند کړي وه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ریپوټ ورکړی، چې د یادو پولو په پرانیستې سره د مسافرینو او سوداګریزو کاروانونو تګ راتګ یو ځل بیا پیل شوی دی.

اوچا ویلي، چې په دغو پولو کې د عامې روغتیا وزارت روغتیایي ټیمونه هغه مسافر چې افغانستان ته راننوځي معاینه کوي.

د عامې روغتیا وزارت سلاکار وحیدالله مایار امریکا غږ ته وویل، چې په ټوله کې ۱۵ مشکوکې واقعې ( ۱۲ په هرات او ۳ په کابل، هلمند او غور) کې ثبت شوې وې چې د ۱۴ پیښو نتیجه منفي او په هرات کې د یوې پیښې پایله مثبته راووتله.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس، په کرونا اخته کس تازه د ایران له قم څخه دغه ولایت ته راغلی وه او دا مهال په انزوا کې قرار لري.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان ۷۰۹ بسترونه د هغو کسانو لپاره ځانګړي کړي، چې په کرونا ویروس اخته وي.

همدارنګه د نړۍ د روغتیا سازمان ۴۸۰ زره بروشورونه د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي لپاره چاپ کړي چې په راتلونکو اونیو کې به په ۳۴ ولایتونو کې وویشل شي.

همدارنګه د روغتیا نړیوال سازمان ۱۹۰ د کرونا ویروس تشخصیه پکیجونه ترلاسه کړي دي.

ریپوټ کې راغلي"د روغتیا نړیوال سازمان، د شخصي حفظ الصحې او یو شمیر نورو طبي توکي په کابل کې عامې روغتیا وزارت، جاپان ـ افغانستان روغتون او د هرات روغتون ته ورکړي دي تر څو د کرونا ویروس په مخنیوي کې مرسته وکړي".

ملګري ملتونه وایي، چې د کرونا ویروس د مهارولو لپاره یې په خپلو فعالیتونو تمرکز کړی او د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان،د صحي برخې شریکان، د مهاجرت نړیوال سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو په همکارۍکار کوي، چې په دې برخه کې چمتوالی، د تشخیص ظرفیت، لرو پرتو سیمو او ځمکنیو او هوایي سرحدونو کې څارنه زیاته شي.

همدرانګه د افغانستان د ولسمشر د امر په اساس د دغه ویروس د پراخیدو د مخنیوي لپاره ۲۵ میلیون ډالره ځانګړي شوي دي.