شاته

افغانستان له ایرلنډ نه د کرکټ درېیمه لوبه وګټله

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درېیمه یوه ورځنۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د بلفسټ په لوبغالي کې وشوه. افغانستان ایرلنډ ته ماتې ورکړه.

دا درېیم ځل و، چې افغان کپټان اصغر ستانکزي پچه وګټله او خپله یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. افغانستان په ۵۰ د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ایرلنډ ته د ۲۳۰ منډو هدف وټاکه. له ایرلنډ سره په روانو سیالیو کې اول ځل و، چې افغان لوبغاړو پوره ۵۰ اورونه ولوبول.

په افغان لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې ۶۰منډې راشد خان وکړې او تر پایه ونه سوځېده. دا په نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې د راشد تر ټول ډېرې منډې دي، ده څلور لوبغاړي هم وسوځول، نو خود به د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل کیږي.

محمد نبي په ۵۰ او رحمت شاه په ۴۸ منډو وسوځېده. په خپله کپټان اصغر ستانکزی په صفر وسوځېده، دا په روانو سیالیو کې دویم ځل دی، چې کپټان په صفر سوځيږي.

تېرې لوبې ته په کتو ۲۳۰ منډې هومره ډېرې نه ښکارېدې، خو افغان بالرانو ایرلنډي منډه جوړونکي په ۱۵۰ منډو کې راایسار او لوبه یې وګټله.

په لومړي سر کې افغان لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل، خو د راشد او نبي او بیا د میرویس او نبي ترمنځ ګډې ملګرتیا د افغانستان منډې ډېرې کړې.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو لومړنۍ یې د باران له کبله ونشوه، دویمه او څلورمه افغانستان او درېیمه ایرلنډ وګټله. پنځمه او وروستۍ لوبه د سه شنبې په ورځ ده، که افغانستان وګټله سیریز یې ګټلی که یې وبایلله سیریز مساوي کیږي او که باران وشو بیا هم افغانستان ګټیالی دی.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان او ایرلنډ د پنځو یوې ورځنیو نړیوالو لوبو سیریز کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.