BBC
 شاته

د افغان ولسمشر د لوړې مراسم د مارچ نهمې ته وځنډېدل

د افغانستان د ولسمشر د دویم پړاو د لوړې مراسم د مارچ نهمې نېټې ته وځنډېدل. دلیل یې د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوی. وايي په هېواد کې د وایرس له امله پېښې او ځینې نورې مسالې وې خو د ملي وحدت د حکومت اجرايه ریاست وايي د امریکا د غوښتنې له مخې اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړو د لوړې مراسم ځنډولي دي.

په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم اعلامیه خپره کړې وه. جزییات یې له کابله نجما ځلا راکوي.