امریکا پر هند د دریو میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي وسایل پلوري
هند ته د سفر پر مهال ولسمشر ټرمپ خبر وکړ چې له هغه هېواد سره یې د دریو میلیارد ډالرو په ارزښت د هلیکوپترو او نورو پوځي وسایلو د پلورلو تړون لاسلیک کړ.
ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ (فبروري۲۴) د هند د حیدراباد په ښار کې د کرکټ په یو لوی میدان کې خبرې وکړې او هند یې خپل "رښتینی دوست" وباله. د کرکټ دا میدان تر دې دمه په نړۍ کې د دغې لوبې تر ټولو لوی میدان بلل کیږي.
ښاغلي ټرمپ وویل: " زما مېرمنې او ما ۸۰۰۰ میله واټن وواهه چې هند ته راشو او د هند هر وګړي ته ووايو چې امریکا له هند سره مینه لري. امریکا د هند درناوی کوي او امریکا به تل د هند د خلکو وفاداره ملګرې وي."
ښاغلي ټرمپ همدغه راز د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې له امریکا سره د هند ملګرتیا یاده کړه او وویل چې دواړه هېوادونه به د ترهګرو په مخ خپلې دروازې لا کلکې بندې کړې.
هغه وویل:" متحده ایالتونه او هند به زموږ خلکو ته د اسلامي افراطیانو له لوري د ورپېښ ګواښ پر ضد یو موټي وي."
ولسمشر ټرمپ همدغه راز د اسلام اباد-واشنګټن د اړیکو یادونه هم وکړه او وویل چې د هغو ترهګرو ډلو، چې په پاکستان کې دننه فعالیت لري، د ځپلو لپاره پر یو ښه لوري روان دي.
هغه وویل: "موږ د دغو هلو ځلو منندوی یو. موږ له پاکستان سره د یو لړ لویو پرمختګونو نښې نښانې وینو. موږ د جنوبي آسیا په ټولو هېوادونو کې د شخړې د کمولو، ثبات د راوستلو او متوازنه راتلونکې په اړه هیله من یو."
ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ به په خپل دغه سفر کې له هندي چارواکو سره د ډیلي-واشنګټن په تجارتي اړیکو هم خبرې وکړې.
امریکا څه موده مخکې د هند پر وارداتي المونیمو او فولادو ګمرکي مالیې لوړې کړې او په بدل کې یې هند هم د امریکا په زراعتي توکو ګمرکي جریمې زیاتې کړې او له امریکا څخه یې د طبي وسایلو واردات محدود کړل.