شاته

کرزي او سیاف د رامنځته شوي ټاکنیز کړکېچ د حل هڅې پیل کړي

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستیو پایلو له اعلان وروسته د رامنځته شوي کړکېچ د حل هڅې!

تازه د افغانستان مخکېني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف په ګډه کار پیل کړی چې د محمد اشرف غني او د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې ترمنځ د ټاکنو د پایلو د اعلان پر سر رامنځته شوې ستونزې هوارې کړي.

جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۰۵» ازادي راډیو ته وویل چې ده او ښاغلي کرزي له ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف، مخکېنی ولسمشر حامد کرزی.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف، مخکېنی ولسمشر حامد کرزی.

د ښاغلي سیاف په خبره ډېر ژر به د ټاکنو رامنځته شوی کړکېچ حل شي.

هغه وویل: "د ملي یووالي حکومت اجرائیه مشر سره مو وکتل، له هغه ځایه بیا لاړو له محترم ولسمشر ډاکتر غني سره مو وکتل، موږ دا محسوسه کړه چې له دې دواړو نه یو هم د ګډوډیو او هرج مرج پلوي نه‌دي، دواړه د خپل ولس عزت، سوکالي او ثبات غواړي."

د مخکېني ولسمشر حامد کرزي مطبوعاتي مسؤل محمد یوسف سها هم دا تأییدوي چې ښاغلی کرزی او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف د روانو ټاکنیزو ګډوډیو لپاره د حل لارې په لټه کې دي.

حامد کرزی او استاد سیاف
حامد کرزی او استاد سیاف

ارګ هم دا خبر تأیيدوي چې ولسمشر له ښاغلي سیاف او کرزي سره د هېواد د روان وضعیت او سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.

د ولسمشرۍ مانۍ مرستیاله ویانده درانۍ وزیري وویل: "د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکي استاد عبدرب رسول سیاف او د هېواد مخکېني ولسمشر حامد کرزي سره وکتل چې په دې کتنه کې د هېواد روان وضعیت او د سولې خبرو په اړه صمیمي او هر اړخیز بحث وشو."

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

له ښاغلي عبدالله سره د حامد کرزي او عبدرب الرسول سیاف په لیدنه کې د "انتخاباتو د پایلې د اعلان له امله د رامنځته شوي کړکېچ او له هغې د وتلو د لارو" په اړه بحث وشو.

په ورته وخت کې د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ یو شمېر غړو، تېره ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر سره کتلي دي.

د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ یو غړي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې جمعیت ګوند امریکایي پلاوي سره د سولې او ټاکنو په تړاو خبرې کړي او د امریکایي پلاوي څخه‌یې د ټاکنو د وروستیو پایلو په تړاو دوه غوښتنې کړې دي چې د ټاکنو وروستیو پایلو باطل اعلانول او د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته اجازه نه‌ورکول دي.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

حفیظ منصور د جمعیت د رهبرۍ شورا غړی چې په دې ناسته کې یې ګډون درلود ازادي راډیو ته داسې وویل: "د جمعیت خبره ډېره روښانه ده، ډاکتر عبدالله د جمعیت کاندید دی او له هغه ملاتړ کوي، بل زموږ وړاندیزونه همدا و چې موږ یوې سوله‌ییزې مبارزې ته ژمن یو او موږ هڅه کوو چې خپلې هڅې د قانون په چوکاټ کې عیارې کړو او خپلې حقه غوښتنې په سوله‌ییز ډول تعقیب کړو."

ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي چې د جمعیت ګوند د تازه څرګندونو په اړه کوم نظر نه‌لري.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته چې پر بنسټ‌یې اوس‌مهالی ولسمشر محمد اشرف غني د راتلونکو نورو پنځو کلونو لپاره هم ولسمشر وټاکل شو، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا پرېکړه د "ثبات او هم‌پالنې" ټیم ونه‌منله او عبدالله عبدالله ځان بریالی او د ده په وینا د یو "ټول‌ګډونه" حکومت د جوړولو اعلان‌یې وکړ.

محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:47 0:00

ټاکل شوې چې ولسمشر غني د افغانستان د راتلونکي ولسمشر په توګه د راتلونکې پنجشنبه په ورځ د لوړې مراسم ترسره کړي، خو ورسره د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزه ډله هم د د دوی په وینا د "ټول‌ګډونه" حکومت له‌خوا د لوړې د مراسمو ترسره کېدو خبر ورکوي.