ټرمپ هند کې پر کرېکټ او بالیوډ وغږېد، خو ګڼ نومونه یې غلط کړل
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن دوشنبه هند ته خپل دوه ورځنی رسمي سفر پیل کړ. دا هند ته د ښاغلي ټرمپ لومړی سفر دی. نوموړي دوشنبه ماسپښین په ګجرات ایالت کې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره یو ځای یوې لویې ولسي غونډې ته وینا وکړه.
امریکایي ولسمشر په خپله اوږده وینا کې د هند د تاریخ ګڼو مهمو څېرو ته اشاره وکړه، او د کرېکټ او بالیوډ سینما د اغېز په اړه هم وغږېد.
ښاغلی ټرمپ به د دې سفر په ترڅ کې هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې کړي. نوموړي په یوه لوبغالي کې ور ټولو شویو کسانو ته وویل، هند د امریکا په زړه کې ځانګړی ځای لري.
هغه د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي ستاینه هم وکړه او هغه یې یو تکړه مشر وباله. خو د اورېدونکو پام شو چې ولسمشر ټرمپ د خپلې وینا پر مهال د ګڼو هندي ټکو ناسم تلفظ وکړ.
د جلسې په ځای کې د بي بي سي خبریال وایي، ډېری کسان د ولسمشر ټرمپ د وینا پر مهال له غونډې ووتل.
د امریکا ولسمشر داسې وخت کې هند ته سفر کوي چې لومړی وزیر مودي د خپل حکومت د ځینو وروستیو پرېکړو له کبله تر سختو نیوکو لاندې دی.
- مودي: هندیان دې د تابعیت نوي قانون په اړه اندېښنه نه کوي
- امریکا کې مودي ته ولې لویه غونډه جوړه شوه؟
- مودي ته د اماراتو مډال پاکستانیان په غوسه کړي
په دسمبر میاشت کې د هند پارلمان د تابعیت په اړه یو جنجالي قانون تصویب کړ، چې له مخې به یې هند د یو شمېر هېوادونو غیر مسلمانو وګړو ته تابعیت ورکوي.
مخالفینو نیوکه کوي چې د هند حکومت په دې کار سره خپل تر ۲۰۰ میلیونو ډېر مسلمان وګړي څنډې ته کوي.
د دې قانون له تصویب کېدو وروسته په ګڼو ښارونو کې احتجاجونو پر مهال تاوتریخوالی شوی.
همدا نن دوشنبه د ولسمشر ټرمپ له وینا یوازې څو ساعته وړاندې هم په پلازمېنه نوي ډيلي کې د احتجاجونو او نښتو رپوټونه ترلاسه شوي.