د ټاکنو پر سر جنجال: کرزي، خلیلزاد او سیاف له غني او عبدالله سره کتلي
یو شمېر افغان سیاستوالو او بهرنیو استازو د ولسمشریزو ټاکنو وروستیو پایلو پر سر د را ولاړ شوي سیاسي جنجال د حل لپاره نوې هڅې پیل کړې دي.
په دې لړ کې نن دوشنبه د افغان سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره جلا لیدنې وکړې.
له دې هڅو سره سم د ثبات او همپالنې ټاکنډلې د نوی ولسمشر په توګه د عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو چمتووالي ته کمیسیون جوړ کړی دی.
د دغه کمیسیون په وینا، د لوړې مراسم به راتلونکې پنجشنبه ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه په سپېدار ماڼۍ کې وشي.
د کمیسیون یوه غړي همایون همایون له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دوی د لوړې مراسمو ته په افغانستان کې د ټولو مېشتو سفارتونو استازي ورغوښتي دي.
تر دې مخکې ولسمشرمحمد اشرف غني هم د خپلې لوړې مراسمو جوړولو لپاره کمېسیون ټاکلی و او د دغه کمېسیون په وینا د لوړې مراسمو جوړولو لپاره چمتوالی روان دی.
بله خوا له ارګ په خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي، د اولسمشرمحمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې له استاد عبد الرب رسول سیاف او د هیواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره وکتل چې د روان وضعیت او سولې پروسې په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
همدا راز د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد له څو ورځې راهیسې له افغان سیاسی مشرانو سره د ولسمشریزو ټاکنو پر سره راولاړو شویو ستونزو حل په موخه لیدني، کتنې پیل کړي دي.
د یوې باوري سرچینې په خبره، نن زلمي خلیلزاد له عبدالله عبدالله سره کتلي او د ټاکنو په اړه راپورته شويو جنجالونو پر هواري یې خبرې کړې دي.
د سرچینې په وینا، ښاغلي خلیلزاد له عبدالله عبدالله او محمداشرف غني غوښتي، چې د لوړې کولو مراسمو، چې دواړو ور ته د رواني اونۍ د پنجشنبې ورځ ټاکلې، د را ولاړو شویو جنجالونو تر هواري وځنډوي.
- د غني د لوړې مراسمو ته چمتووالی؛ خو عبدالله یو بل والي هم وټاکه
- افغان ولسمشریزو ټاکنو پایلو ته د روسیې اندېښنه
- افغان ټاکنې: غني ته مبارکۍ، خو د عبدالله اعتراض
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو استازي نیکلولاس کې پر خپل ټویتر پاڼه کې په افغانستان کې د مشرانو پر خپل منځی جوړجاړي ټنیګار کړی او له ټولو خواوو یې غوښتي چې سولي او ملي یووالي ته لومړیتوب ورکړي.
د نوموړي په وینا ناټو د هغو خوځښتونو ملاتړ نه کوي، چې د جنجالونو او تاوتریخوالي ډېرېدو لامل کېږي.