شاته

سي آی ای: داعش ضد جګړې او سوریې په غیر، د ترکیې سره نوراختلاف لرو

د متحده ایالالتو یو شمیر سیاسي کارپوهان وايی دغه کودتا د متحده ایالاتو او ترکیی پر اړیکو ژورې او دوامدارې اغیزې لرلی شي.

تازه راپورونو کې ویل شوي چې د کودیتا اړوند څه ناڅه ۶ زره مشکوک کسان نیول شوي دي. پدې نیول شوو کې قاضیان، نظامي منبصداران او حتی عسکر شامل دي. د ترکیې د عدلیې وزیر بکر بوزداغ وویل تراوسه ۶ زره کسان نیول شوي او دا شمیره به نوره هم لوړه شي. ښاغلي بوزداغ وویل په نیول شوو کسانو کې د دریمې قول اردو قوماندان هم شامل دی چې کیدی شي د خیانت تور پری ولګول شي.

ترکیې مقاماتو تر ۲۷۴۵ هغه قاضیان هم برطرفه کړي چې ګمان کیږي د فتح الله ګولن په لمسون یي د کودتا هڅه کړې وه.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي د کودتا سمدستي وروسته ترکیې د نظامي الوتنو په وړاندې خپل فضایي حریم بند کړ او په انسرلیک کې د ناټو په هوایي اډې یي برښنا هم قطع کړه. د انسرلیک په هوایي اډه کې اکثریت امریکایي ځواکونه دي چې په سوریه کې د داعش ضد نظامي عملیات ترسره کوي.

سره لدې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ترکیه کې د دیموکرتیک حکومت په ملاتړ اعلامیه خپره کړې، خو د خپلو اتباعو يي غوښتي چې ترکیې ته په سفر کې احتیاط وکړي.

په ترکیه کې یو جګپوړي امریکایي دیپلومات ماتیو بریزا امریکاغږ ته وویل د ترکیې لدې اقدام نه ښکاري چې غواړي په متحده ایالاتو فشار راوړي چې ګولن ورته وسپاري.

د کودتا د کولو په تورونو کې د فتح الله ګولن نوم ترټولو لمړی یادیږي

د کودتا د کولو په تورونو کې د فتح الله ګولن نوم ترټولو لمړی یادیږي

د ترکیی جمهور رېیس رجب طیب اردوغان د متحده ایالاتو غوښتي دي چی فتح الله ګولن ترکیی ته وسپاري، خو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايی متحده ایالات به په دقت شواهدو ته وگوري او بیا به اقدام وکړي. ‍‍‍ښاغلي کیري وویل"موږ د ښاغلی گولن په برخه کې کومه غوښتنه نده تر لاسه کړې. موږ دا توقع لرو چې د ښاغلي گولن په برخه کې به پوښتنې وشي، موږ د ترکیې حکومت ته بلنه ورکوو چې د تل په څیر له موږ سره کار وکړي، مشروع او موثق شواهد وړاندې کړي چې دهغو په نظر کې نیولو سره قضاوت وشي"

ګولن هغه مذهبي مشر دی چې د ترکیی جمهور رېیس د ناکامې کودتا اصلي لارښود بللی او هغه ېې په سخت والفاظؤ غندلیې دی. خو فتح الله ګولن چې د متحده ایالاتو په پنسلوانیا ایالت کې اوسیږي د یو خبري کنفرانس وویل چی هغه د تیرو پنځلسو کلونو راهیسی د ترکیی نه وتلی او حتی د ترکیی پرحالاتو هم ځان نه خبروي او په دې هم نپوهیږي چې پیروان ېې څوک دي. ښاغلی ګولن خبریالانو ته وویل په دې نه پوهیږي چی چا به کودتا کړې وي.

د ترکیی دغه دینی عالم له 1999 کال راهیسی له ترکیی نه و تلی دی.

د ناټو سازمان کې د امریکا یو بل پخواني سفیر کرت وکر د امریکاغږ د ګرجستان څانګې ته وویل چې هغه مطلق پدې باور دی چې جمهور رېیس اردوغان د کودتا په بهانه لدې وروسته به نورهم اقتدارطلب پاتی شي.

په نړیوالو عکسالعملونو کې د روسیې جمهور رېیس ولادمیرپوتین د جمهور رېیس اردوغان په نوم یو لیک کې په ترکیه کې د هرڅه ژرثبات او قانوني حاکمیت تامین کیدو هیله څرګنده کړې. د کرملن مآڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه مشران به ډیر ژر لیدنه هم ولري. ترکیې رسنیو ویلي کیدی شي دا لیدنه د اګست میاشتې په لمړۍ اونۍ کې وشي.

د لویدیځو هیوادونو استخبارات او نطامي مقامات د ناټو ددی غړي (ترکیې) هیواد وضعیت له نژدې څاري. ترکیه د داعش پرضد جګړه کې د متحده ایالاتو نژدې ملګرې پاتې شوې او په سوریه کې د جمهور رېیس بشارالاسد د ګوښه کیدو وروسته د منځلارو یاغیانو ملاتړی هم دی. خو د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي.آی.ای رېیس جان برینن د کودتا یوه ورځ مخکې خبریالانو ته ویلي وو چې د سوریې او داعش پرضد جګړې په غیر، د ترکیې او امریکا ترمنځ ځني ژور اختلافات شته. ښاغلي برینن ویلي وو د ترکیې په کورني سیاسي سیستم کې داسی مسایل شته چې د ژور بحث وړ دي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.