شاته

امریکا او طالبان بله اونۍ د "سولې تړون لاسلیک" کوي

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو بهیر نن شپه (فبروري۲۲) پیلیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په بریالۍ توګه ددغې دورې پای ته رسېدو وروسته به له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوې اعلامیې کې ویلي: "په کامیابۍ سره د دغه تفاهم له ختمېدو وروسته، د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون کیږي. موږ د فبرورۍ ۲۹ (راروانه شنبه) د دغه تړون لاسلیک کولو ته چمتوالی نیسو."

ښاغلي پمپیو همدغه راز ویلي دي چې د تاوتریخوالي کمول د سولې د اوږدې لارې پر لور یو مهم ګام دی. هغه په ټولو افغانانو غږ کړی چې له دغه فرصت څخه ګټه واخلي.

طالبانو ویلي دي چې له امریکا سره تړون به په دوحه کې لاسلیک کیږي او ځینې هېوادونه او نړیوال سازمانونه به د شاهدانو په توګه په کې ګډون کوي.

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي دي: "د بندیانو د خلاصون لپاره به لازم ترتیبات نیسي، د هیواد له بېلابېلو جهتونو سره به د بین الافغاني مذاکراتو زمینه مساعدوي .... "

د طالب استازو او امریکایي چارواکو ترمنځ د سولې خبرې له شاوخوا دوو کلونو راهېسې په قطر کې روانې وې. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست انتخاباتو نیتجه اعلان شوې، محمد اشرف غني ولسمشر اعلان ټاکل شوی خو عبدالله عبدالله یې نه مني او د موازي حکومت جوړولو اعلان یې کړي دی.

په همدې حال کې ارګ وايي چې د تاوتریخوالي د کمولو د مرحلې د تطبیق لپاره یې په ټولو ولایتونو کې د والیانو، امنیه قومندانانو او نورو اړوندو چارواکو سره خبرې کړي دي.

ولسمشر غني تېره اونۍ وویل چې حکومت به د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ټیم غړي ټاکي او دا غړي باید ولس ته ژمن وي، لا معلومه نه ده چې بین الافغاني مذاکرات کله او چېرته پیلیږي.