BBC
 شاته

کراچۍ کې د طالبانو پخواني مشر شتمني بولۍ ته وړاندې کېږي

منصور د انځور حقوق Reuters
Image caption رپوټونه وایي چې ملا اختر منصور دا شتمنۍ د بل چا په نامه اخیستې وې

د پاکستان کراچۍ ښار ترهګرۍ مخنیوي یوې ځانګړې محکمې په دې ښار کې د افغان طالبانو د پخواني او وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور شتمنۍ لیلامۍ ته وړاندې کولو په تړاو امر کړی.

ویل کېږي چې په دې شتمنۍ کې درې کورونه او ځمکې دي، او عدالت ورځپاڼو ته سپارښتنه کړې چې د بولۍ یا لیلامۍ لپاره یې اعلانونه خپاره کړي.

په تېر ۲۰۱۹ کال کې هم یو شمېر پاکستاني رسنیو د دې هېواد د پلټنو فدرالي ادارې له خولې په پاکستان کې د طالبانو د دې پخواني مشر د شتمنیو په تړاو رپوټونه خپاره کړي وو.

خو افغان طالبانو هغه مهال هم په یوه اعلامیه کې دا رپوټونه رد کړي وو او ټینګار یې کړی و چې د دوی پخواني مشر د ځمکو او کورونو سوداګرۍ لپاره وخت نه درلود.

طالبانو هغه مهال ویلي وو چې دا ډول رپوټونه د دوی د پخواني مشر نامه ته زیان نشي رسولی.

د سرچینو په خبره دا کورونه د ملا منصور پخپل نوم نه دي، خو د ګټې وټې لپاره یې د خپلو ځینو ملګرو په نامه اخیستي وو.

رپوټونه وایي چې ملا منصور د کراچۍ ښار په ګلشن معمار، ګلزار هجري او عمار نومي ټاور کې د کورونو او ځمکو ترڅنګ دې ښار کې د کابو لس کروړه پاکستانۍ کلدارو شتمني درلوده.

د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې (اېف ای اې) په دې تړاو پلټنې هم پیل کړې وې، خو په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا په یوه ډرون برید کې د ملا منصور تر وژنې وروسته یې دا قضیه تړلې وه.

باوري سرچینې دا مني چې د افغان طالبانو دې پخواني مشر په کراچۍ کې کورونه او شتمني درلوده، خو هغه کسان نه دي مالوم چې په نامه یې دا کورونه اخیستل شوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملا اختر منصور ۲۰۱۶ کال کې د امریکایانو ډرون برید کې وژل شوی و

د امریکایانو په ډرون برید کې تر وژل کېدو وروسته د ملا منصور له مړي سره پاکستانی پاسپورټ او شناختي کارډ موندل شوی وو، چې د ولي محمد په نامه وو، خو عکس پرې د ده خپل و. خو افغان طالبانو هغه مهال دا اسناد جعلي بللي وو.

وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د هغو دوه کسانو دندې ځنډولې وې چې ویل کېدل ملا منصور ته یې پاکستانی شناختي کارډ او پاسپورټ جوړ کړي وو.

ملا اختر محمد منصور ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان بلوچستان ایالت کې د امریکا بې پېلوټه الوتکې برید کې وژل شوی و.

هغه مهال داسې هم ویل کېدل چې دی د وژل کېدو پر وخت له ایرانه بېرته پاکستان ته پر سفر و.