شاته

ملګري ملتونه: له یو میلیونه زیات افغانان له روغتیايي خدماتو محروم شوي

ملګري ملتونه وايي، چې په څه کم تېرو دوو میاشتو کې له ۲۵۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه د افغانستان په مختلفو برخو کې تړل شوي، چې له امله یې څه باندې یو میلیون افغانان له روغتیايي خدماتو محروم شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې جګړې تېره میاشت د ۲۷۵ روغتیايي مرکزونو پر فعالیتونو ناوړه اغېزه کړې ده، چې له دې شمېرې ۲۰۷ مرکزه تړل شوي او ۳۳ نور ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې د دولت وسله‌والو مخالفینو د فبروري له اتمې څخه نیولې تر اوسه یواځې په پکتیا ولایت کې ۴۵ روغتیايي مرکزونه تړلي دي.

د راپور په اساس اوس په دغه ولایت کې یواځې یو روغتون او ۱۱ مرکزونه فعاله دي.

اوچا ویلي: "د دغو مراکزو د تړل کېدو له امله، شاوخوا یو میلیون نفره نشي کولی چې اصلي روغتايي خدماتو ته لاسرسی ولري. د دغو مرکزونو د بېرته پرانیستلو لپاره د ټولنې د مشرانو او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ مذاکرات دوام لري".

په راپور کې دغه راز راغلي، چې په تېره یوه اونۍ کې شپږ روغتیايي مرکزونه په لغمان ولایت کې هم تړل شوي، چې له امله یې د دغه ولایت لسګونه زره اوسیدونکي له روغتیايي خدماتو محروم شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.