شاته

پمپیو او ملک سلمان د ایران د گواښ په اړه خبرې وکړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره وکتل او ورسره یې د ایران په اړه د واشنگټن او ریاض په گډو اندیښنو خبرې وکړې.

مایک پمپیو ریاض ته له سفر دمخه ویلي وو چې په سعودي عربستان کې د بشري حقونو د وضعیت او د هغو سعودي الاصله امریکایانو د سرنوښت په هکله د ریاض له مقاماتو سره خبرې کوي چې د سعودي په زندانونو کې بندیان دي او یا هم ددې هیواد نه بهر د وتلو اجازه نلري.

ښاغلي پمپیو پدغه سفر کې د عربستان د شهزاده سلطان د پوځي اډې لیدنه هم کړې چې ٢٥٠٠ امریکایي سرتیري په کې ځای پر ځای شوي او هره ورځ له دې اډې نه امریکایي اف-١٥ جنگي جت الوتکې په عراق او سوریه کې پوځي ماموریتونه ترسره کوي.

سربیره پر دې د امریکا متحده ایالاتو پدغه اډه کې د پاتریوت د راکټي دفاع دوه دستگاوې نصب کړي چې پر سعودي باندې د ایران د هر ډول احتمالي برید دفع کړي.

د واشنگټن او تهران ترمنځ د کړکیچ له زیاتیدو وروسته امریکا په تیر دوبي کې سعودي عربستان ته امریکایي ځواکونه واستول چې دا په منځني ختیځ کې د زیاتو امریکایي ځواکونو د ځای پر ځای کولو اقدام دی.

د امریکا متحده ایالت او سعودي عربستان ایران د سعودي د تیلو پر تاسیساتو باندې د تیر سپتمبر په برید تورنوي، خو ایران دغه ادعا رد کړې ده. له بلې خوا د یمن حوثي یاغیان چې ایران یې ملاتړ کوي د سعودي د تیلو پر تاسیساتو باندې د برید پړه منلې ده.

امریکا او سعودي عربستان د څو لسیزو راهیسې نژدې متحدین پاتې شوي، خو د استانبول په ښار کې د سعودي په قونسلگرۍ کې د واشنگټن پوست د ورځپاڼې د خبریال جمال خاشقجي له وژنې وروسته د دواړو هیوادونو اړیکې یو څه خړې شوې.

له دې سربیره د امریکا کانگرس هم عربستان په یمن کې د پوځي مداخلې په خاطر غندلی دی. په یمن کې د سعودي پر مشرۍ ایتلاف پوځي مداخلې یو سخت بشري ناورین رامنځته کړی دی.

سعودي عربستان د امریکایي وسلو تر ټولو ستر پیرودنکی دی.