شاته

کابل کې دوه حمله کوونکي هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوي

د کابل امنیه قومندان وایي، د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قمبر څلو لاري په ساحه کې دوه حمله کوونکي هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوي دي.

عبدالرحمان رحیمي نن خبریالانو ته وویل چې دغه وسله‎وال په بېلابېلو وسلو سمبال وو.

ښاغلي رحیمې وویل چې د وسله‎والو په متقابلو ډزو کې یو پولیس هم وژل شوی دی.

د کابل امنیتي چارواکو تردې وړاندې هم په کابل ښار کې د یو شمېر تروریستې حملو مخنیوی کړی.