BBC
 شاته

د پاکستان کرېکټ سوپر ليګ پنځم پړاو سيالۍ پيلېږي

د انځور حقوق PCB
Image caption د پاکستان په دی سوداګریزه لیګ کې شپږ لوبډلې لوبېږي

د پاکستان کرېکټ سوپر ليګ سيالۍ نن پنجشنبه (۲۰ فبروري) په کراچۍ لوبغالي کې پيلېږي، لومړۍ سيالۍ به د اسلام اباد يوناټيډ او کوټه ګلډيېټرز لوبډلو تر منځ ترسره شي.

پاکستان د خپل کرېکټ د دې تر ټولو سترو سیالیو پيل ۲۰۱۶ کال له عربي اماراتو کړی و‌، ځکه هغه مهال نړیوالو لوبغاړو پاکستان ته د امنیت له کبله له ورتللو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه کوله.

اوس چې د پاکستان سوپر لیګ څلور کاله تېر شوي، پاکستان کرېکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ د سیالیو پنځم پړاو ټول د پاکستان په څلورو ښارونو کې پلان کړی دی. که څه هم د پاکستان تجارتي سیالیو تېرو پړاونو پاېلوبې کراچۍ او لاهور ښارونو کې شوې وې خو دا لومړی ځل دی چې ټولې لوبې په پاکستان کې کېږي.

د پاکستان په دی سوداګریزه لیګ کې شپږ لوبډلې لوبېږي چې په کې د پېښور زلمي، اسلام آباد یونائټيد، کوټه ګل‌‌‌‌ډي ایټرز، ملتان سلطان، کراچي کېنګز او لاهور قلندرز په نامه لوبډلې شاملې دي.

د پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو سیالیو کې ګدون لپاره د بېلابېلو لوبډلو له خوا غوره شوي بهرني لوبغاړي او روزونکي هم پاکستان ته رسېدلي، که څه هم پخوا ځينې لوبغاړو د دې لیګ لوبو لپاره پاکستان ته له ورتلو ته ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه کړی. خو سږ کال ګڼ بهرني لوبغاړي او روزونکي په دې سياليو کې برخه اخلي.

د انځور حقوق PCB

په دی سیالیو کې ‌‌‌‌‌‌د ویسټ انډیز مشهور لوبغاړي ‌‌‌‌‌‌ډرن سمي او برت وېټ په ګدون د انګلنډ الېکس هېلز، جیسن روی، د استرليا شېن واټسن او د سویلي افریقا ‌‌‌‌‌‌ډېل سټېن تر څنګ د نړۍ نور نامتو لوبغاړي هم لوبېږي.

د دې لیګ لوبې د پاکستان کراچۍ، لاهور، راولپنډې او په ملتان کې پلان شوې دي. ځينې داسې پوښتنې شته چې د دې سیالیو لوبې ولې په پېښور او کوټه کې نه ترسره کېږي خو د پاکستان کرېکټ بورډ مشر احسان ماني وايي چې په دې ایالتونو کې لوبغالي نه دي چمتو، ځکه یې دلته لوبې نه دي پلان کړې، دی وايي که چېرته پېښور کې لوبغالی چمتو شو نو پلان لري چې بل کال د دی سیالیو ځينې لوبې خیبر پښتونخوا کې هم وکړي.

د پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو سیالیو پيل د فبرورۍ په شلمه نېټه له کراچۍ پيل او د مارچ په ۲۲ نیټه به یې پايلوبه په لاهور کې ترسره شي.