افغان ټاکنې: غني ته مبارکۍ، خو د عبدالله اعتراض
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان وروسته اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله نن پنجشنبه په یوه اعتراضیه لیک کې له اروپايي ټولنې د ده ټاکنیز سیال محمد اشرف غني ته د بریا مبارکۍ په تړاو د وضاحت غوښتنه کړې.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو استازي پرون چارشنبه پر تیلیفون ولسمشر محمد اشرف غني ته د بیا ځل ټاکل کېدو مبارکي ورکړې وه.
خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د اروپايي ټولنې لخوا ولسمشر محمد اشرف غني ته د بریا مبارکي حیرانوونکې بللې ده او لیکلي یې دي چې د درغلي کوونکې ډلې په ملاتړ یې د مبارکي پیغام ورکړی.
هغه د اروپايي ټولنې دا کار د افغانستان د خلکو د غوښتنې خلاف بللی دی.
له دې سره سم نن پنجشنبه په یو شمېر ولایتونو کې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ملاتړو د بریا جلا جلا جشنونه نیولي وو.
د عبدالله عبدالله ملاتړو نن پنجشنبه په تخار، هرات، فاریاب، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو کې د هغه څه په اړه چې دوی یې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې بریا بولي، جشنونه نیولي وو.
ها خوا په پکتیکا ولایت کې ګڼ شمېر خلکو په ټاکنو کې د محمد اشرف غني بریا په ډول او اتڼونو ولمانځله.
له دې سره سم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر د لوړې مراسمو پر څرنګوالي او چمتوالي بحثونه روان دي.
له دې سره یو ځای د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا په اعتراضیه غونډه کې د ولسمشریزو ټاکنو د ورستیو پایلو د اعلان په غبرګون کې ویلي دي چې دوی ته د منلو وړ نه دي.
د ټاکنو د پایلو ته د غبرګونونو په لړ کې د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان د ولسمشر په توګه اشرف غني ته د هغه د بیا ټاکل کېدو له امله مبارکي ورکړې.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې هند به له نوي افغان حکومت سره ګډ کار کولو ته ژمن وي.
له دې سره یو ځای د کویټ امیر او د دغه هېواد ولعهد دواړو ولسمشر محمد اشرف غني ته د بیا ځل ولسمشر کېدو د مبارکۍ پیغام استولې ده.
- یوناما: 'د افغانستان له راتلونکې ادارې سره ګډ کار ته ژمن یو'
- ټاکنو کمېسیون محمد اشرف غني ته باورلیک ورکړ
- د محمد اشرف غني ۷۰ کلن ژوند
امریکا چې د افغان دولت لوی ملاتړی هېواد بلل کېږي، تر اوسه یې د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان په غبرګون کې څه ندي ویلي.
خو د امریکا د مشرانو جرګې یوه مخکښ غړي لېنزي ګراهم ولسمشر محمد اشرف غني ته د دویم ځل لپاره د ولسمشر کېدو مبارکي ویلې ده.