شاته

د پکتیا او خوست مشهور خواړو ډنډه‌کی

تاسې به حتمي د ډنډه‌کي او غوربندۍ شولې نومونه اورېدلي وي او ښايي خوړلې مو هم وي، دا د افغاني ټولنې هغه دودیز خواړه دي چې له سلګونو کلونو راپه دېخوا په افغاني ټولنه کې رواج لري او د یوې ځانګړي جغرافیې پورې اړیکه پېدا کوي.

ډنډکی د خوست ولایت اړوند سیمو کې دودیز خواړه دی او غوربندۍ شوله د پروان ولایت د غوربند سیمې اړوند خواړه دي چې په ټوله افغاني ټولنه کې یې ځانګړی شهرت موندلی.

موږ نننۍ خپرونه همدغو دوو ځانګړیو دودیزو خوړو ته ځآنګړې کړې ده.

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب