شاته

غني طالبانو سره د خبرو د "خطرونو او فرصتونو په اړه" والیانو سره وغږېده

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ په کنفرانس کې له ګډون او هېواد ته له ستنېدو سملاسې وروسته له والیانو سره د سولې په اړه خبرې پیل کړي دي.

نوموړي خپلو والیانو ته له طالبانو سره د خبرو او د سولې د خطرونو او فرصتونو په اړه معلومات ورکړل. د ښاغلي غني هڅه دا ده چې د دغه بهیر او افغان امنیتي ځواکونو د ننګې لپاره خلک یو غږ او یو موټي کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ښاغلي غني د دوشنبې په ماښام (فبروري۱۷) په ارګ کې له والیانو سره وکتل او ټېنګار یې وکړ چې "تاوتریخوالی باید بیخي بند شي او ثبات واضح تعریف ولري".

ټاکل شوې چې امریکا به له طالبانو سره ډېر ژر د تاوتریخوالي د کمولو په اړه یو ۷-ورځنی تړون لاسلیک کړي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرو ته لار پرانیستل شي.

ښاغلي غني ټېنګار وکړ چې افغان حکومت به له طالبانو سره د مذاکراتي ټیم صلاحیتونه او حدود ټاکي. هغه وویل: " زموږ مذاکراتي ټیم به د اصولو او دستور په اساس خبرو ته ځي او خلک به د سولې په اړه وروستۍ پرېکړه کوي... مذاکراتي ټيم به د ټولو افغانانو بنیادي حقونه په نظر کې نیسي."

د ارګ اعلامیه وایي چې والیانو ښاغلي غني ته ویلي: " باید دا مذاکراتي ټيم "کوچنی او ملي ارزښتونو ته ژمن وي او دا خبرې د باید حکومت له لوري رهبري او اداره شي." افغان حکومت لا مذاکراتي ټیم نه دی ټاکلی.