اروپایي مشران وایي امریکا نړیواله ټولنه له پامه غورځولې
اروپایان امریکا په دې تورنوي چې نړیوالې ټولنې ته یې شا گرځولې. امریکا او اروپا د نړیوال امنیت او د امریکا او اروپایي متحدینو د اینده اړیکو په برخه کې له یو بل نه جلا نظرونه لري.
د نظریاتو دا اختلافات په جرمني کې د میونیخ په امنیتي کنفرانس کې چې سلگونو مشرانو په کې برخه اخیستي وه په ډیر واضح ډول راڅرگند شول.