BBC
 شاته

کوټه کې چاودنې ۷ کسان وژلي؛ ګڼ نور ټپیان دي

کوټه
Image caption چاودنه پر شهراه عدالت سړک پرېس کلب ته نژدې شوې ده

د پاکستان بلوچستان ایالت مرکز کوټه کې نن دوشنبه یوې چاودنې لږ تر لږه ۷ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. سیمه ییز چارواکي وایي، په وژل شویو کې دوه تنه د پولیسو افسران هم شامل دي.

د رپوټونو له مخې چاودنه د کوټې شهراه عدالت سړک باندې (پرېس کلب) ته نژدې سیمه کې شوې ده.

د پېښې عیني شاهدان وایي، چاودنه هغه مهال وشوه چې په سیمه کې د "اهل سنت والجماعت " په نامه یوې مذهبي ډلې د غونډې تابیا نیوله.

د کوټې د ملکي روغتون یوه ویاند وسیم بېګ ویلي، چاودنه کې لږ تر لږه ۲۱ کسان ژوبل دي. د نوموړي په وینا، د ځینو ټپیانو وضعیت ښه نه دی او وېره شته چې د مړو شمېر ډېر شي.

د پېښې له هغو انځورونو چې پر خواله رسنیو خپاره شوي ښکاري چې چاودنه درنه وه او په سیمه کې یې ودانیو او ولاړو موټرو ته هم زیان اړولی دی.

تر دې دمه د چاودنې لامل نه دی مالوم او کومې ډلې لا مسولیت هم نه دی منلی.

خو په وروستیو کلونو کې په کوټه کې فرقه ییز تاوتریخوالي پېښو او همدا راز د بلوڅو بیلتون په بریدونو کې ګڼ شمېر خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي.

همدا تېره جنورۍ میاشت کې د کوټې ښار سټلایټ ټاون سیمه کې په یوه جومات کې چاودنې د پولیسو د یوه افسر په ګډون ۱۵ کسان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.