شاته

ټرمپ غواړي وزن کم کړي

د امریکا په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ وايي غواړي وزن کم کړي.

ډونالډ ترمپ د روغتیا په یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کې وویل چې غواړي چې د ۷ نه تر ۹ کیلوګرامه وزن وبایلي.

ډونالډ ټرمپ ۱.۹ متره جګ دی، ۱۰۷ کیلو وزن لري چې د امریکا د روغتیا د سټنډردونو په اساس یې وزن ډیر دی.

ټرمپ د خپرونې کوربه ډاکټر ایز ته خپلې روغتیا په اړه یوه پاڼه رپوټ ورکړ. د ټرمپ کمپاین ویلي دي چې د هغه د صحت په اړه به نور معلومات د پنجشنبې په ورځ خپاره کړي.

د هیلري کلنټن کمپاین هم د هغې د صحت په اړه د هغې د ډاکټر لیک خپور کړی دی چې وايي هغه د جمهورریاست لپاره تندرسته ده.

د هغې د ډاکټرې لیزا بارډاک په لیک کې ویلي دي چې کلنټن چې ۶۸ کلنې ده صحتمنده ده او تیاره ده چې جمهوررئیسه شي.

په لیک کې دا هم راغلي دي چې د دیموکراتانو کاندیده اوس د نمونیا یا سینه بغل کیدو وروسته د جوړیدو په حال کې ده.

ټرمپ ۷۰ کلن دی او که چیري د نومبر د اټمې نیټې انتخابات وګټي نو په عمر به د امریکا تر ټولو په عمر پوخ جمهوررئیس وي.

که چیري د ټرمپ سیاله هیلري کلنټن انتخابات وګټي نو هغه به د یوه پخواني جمهوررئیس نه بغیر د امریکا تر پخوانیو جمهوررئیسانو نه مشره وي. هیلري کلنټن به کال ته ۶۹ کلنې شي.