BBC
 شاته

پاکستان: د ناوې وروڼو د واده مراسمو کې زوم وهلی ټکولی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان کې د قانون له مخې د دویم واده لپاره د لومړنۍ مېرمنې رضایت شرط دی

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوې ناوې خپلوانو نوی زوم له هغه وروسته وهلی، ډبولی چې خبر شوي، دا یې 'درېیم ' واده دی.

دغه سړی د واده له مراسمو داسې حال کې د پولیسو مرکز ته تښتېدلی چې د واده سالون په میز پوښ کې یې ځان نغښتی و.

د کراچۍ ناظم اباد سیمې د پولیسو د مرکز مشر راو ناظم بي بي سي ته وویل، د ډبول شوي سړي مخکینۍ ښځه د واده مراسمو ته ورغلې، هلته یې جنجال جوړ کړی او ګډونوالو ته یې ویلي، چې سړي مخکې هم واده کړی او له هغه وروسته د نوې ناوې وروڼو او خپلوانو د زوم په وهلو ټکولو پیل کړی.

ملا امام اونۍ وروسته وپوهېد چې له"نارينه" سره يې واده کړى

په واده کې د نڅا درولو له کبله ښځه په مرمۍ وېشتل شوې

وروسته پولیس د پېښې ځای ته ورغلي او دغه سړی یې له ځان سره مرکز ته بیولی. پولیس وايي، د قانون له مخې د دغسې شخړو قضیې دوی نه ثبتوي، خو له دواړو لوریو یې لیکلی تضمین اخیستی، چې په محکمه کې به په 'سوله ییز ' ډول ستونزه هواروي؟.

کله چې دغه سړی د پولیسو له مرکزه بهر راووت، د ناوې خپلوان بیا پرې راټول شول او سړي د ځان ژغورنې لپاره تر یوه ولاړ بس موټر لاندې ننوت.

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې چې د پېښې ځای کې اخیستل شوي، د ځینې کسانو غږونه اورېدل کېږي، چې وايي:

''بهر ته راووځه، که نه اور دراچوو! ''

وروسته ځینې کسان د پېښې ځای ته ورځي او دغه سړی له قهریدلو کسانو ژغوري. زوم وروسته رسنیو ته وویل، له مخکینۍ ښځې سره یې 'تعلق ختم شوی ' دی، خو یوې پوښتنې ته ځواب کې نوموړي وویل، چې یوازې څو ورځې مخکې یې مخکینۍ ښځه پرې ایښې او دویم واده یې قانوني دی.؟

پر خواله رسنیو یو بل تصویري کلیپ هم لاس پر لاس کېږي، چې دغه ښځه چې خپل نوم مدیحه او د مېړه نوم اصف یادوي، د واده مراسمو کې پر زوم تور پورې کوي، چې دې یې ته بل ښار ته د سفر پلمه کړې وه او اوس درېیم واده کوي.

په کلیپ کې ښځه ادعا کوي، چې یو ماشوم هم لري او ۲۰۱۴ کال کې یې له دغه سړي سره واده کړی، چې په ۲۰۱۸ کال کې بیا دغه سړي په پټه یو بل واده هم کړی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د واده مراسمو کې د ناست سړي ښځه ادعا کوي چې دا یې د مېړه درېیم واده دی

پاکستان کې د مسلم میرج ایکټ ۱۹۶۴ نومي قانون د شپږمې مادې له مخې د دویم واده لپاره د لومړۍ مېرمنې خوښه شرط دی او له دې قانونه د سرغړونې په صورت کې محکمه کولای شي له شپږ میاشتو نیولې تر یوه کاله پورې د زندان سزا ورکړي.

په وروستۍ پېښه کې د ناوې خپلوان ادعا کوي چې دوی ته د نورو ودونو په هکله هېڅ نه و ویل شوي.