BBC
 شاته

'خپلو اولادونو لس کاله د مور مړی په یخچال کې ساتلی و'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د خیریه ادارې ایدي فاونډېشن مسوولین وايي، مړی یې له ډېرانه موندلی

د پاکستان د کراچۍ ښار چارواکي وايي، په دغه ښار کې د یوې ښځې مړی تر ۱۰ کلونو پورې د هغې خپلو اولادونو په یخچال کې ساتلى و. د دغې مړې ښځې ورور په دې تړاو نیول شوی دی.

د خیریه ادارې ایدي فاونډېشن مسوولین وايي، دوی له یوه ډېرانه لس یا دوولس کاله پخوانی مړی موندلی چې خوړین شوی او کالي هم پرې نه و پاتې.

د دغې ادارې مسوولین وايي، مړی یې سړخونې ته لېږدولی او پولیسو ته یې د پېښې په اړه معلومات ورکړي دي.

ځايي پوليس افسر عالم اوډو وايي "د سيمې د خلکو له شکایت وروسته یې هغه سړی نیولی چې مړی یې ډېران ته غورځولی".

Image caption د بلاک اوسېدونکو له شکایت وروسته د مړې ښځې ورور نیول شوی

د دغه پولیس افسر په خبره نیول شوی سړی محبوب نومېږي او دوی ته یې ویلي، چې "ذکیه زیدي" نومې دغه مړه ښځه یې خور وه.

د نوموړې په وينا ذکيه زيدي لس یا یوولس کاله وړاندې مړه شوې، خو زوی او لور یې د خښولو پر ځای د کور په یخچال کې ایښې وه.

پاکستان: د ناوې وروڼو د واده مراسمو کې زوم وهلی ټکولی

کراچۍ؛ په نړۍ کې د چرسیانو دویم تر ټولو لوی ښار

د کراچۍ هوايي ډګر کې پر پان او نسوارو بندیز ولګېد

محبوب پولیسو ته دغه راز ویلي، خورزه او خوریی یې په کور کې یوازې اوسېدل او ودونه یې نه وو کړي. نوموړی زیاتوي، هغوی دواړه هم څه موده مخکې مړه شوي دي.

نوموړی وايي، ګاونډیانو شکایت وکړ، چې له کوره بوی راځي او کله چې ده مړی په یخچال کې ولید، بهر ته یې ولېږداوه.

د بلاک د اوسېدونکو ټولنې مشر دانش کریم خبریالانو ته وویل، ذکیه زیدي ښوونکې وه، چې له خپلو دوو اولادونو سره په اپارتمان کې اوسېده، خو له ۲۰۰۸ کال راهیسې نه وه لیدل شوې.

دانش کریم وايي، د دغې ښځې زوی به ورسره کرېکټ لوبه کوله، خو د مور په تړاو پوښتنې به غوسه کاوه، ځکه یې هېچا پوښتنه نه ترې کوله.

Image caption د پولیس په خبره نیول شوی سړی محبوب نومېږي او دوی ته یې ویلي، چې ذکیه زیدي نومې دغه مړه ښځه یې خور وه.

د ځايي پولیسو یو افسر شاهنواز چاچړ وايي، د عدلي طب له رپوټه به معلومه شي، چې دغه ښځه په طبیعي مرګ مړه شوې او که وژل شوې ده.

نوموړی زیاتو ډېر ګومان کېږي چې"کومه رواني موضوع به وي، که نه له وژلو وروسته د مړي ساتل هېڅ دلیل نه لري". پولیس وايي، د مړې ښځې ګاونډیانو ورته ویلي، چې د دغې ښځې د زوى او لور ذهني حالت ښه نه و.