BBC
 شاته

د چین بیجینګ ته ورتلونکي کسان دوه اونۍ قرنطین کېږي

په چین کې د کورونا ویروس له امله د اخته کسانو شمېر ۶۳ زرو ته ورسید د انځور حقوق Reuters
Image caption په چین کې د کورونا ویروس له امله د اخته کسانو شمېر ۶۳ زرو ته ورسید

چین امر کړی چې د دې هېواد پلازمینې بیجینګ ته ورتلونکي کسان به لومړی ۱۴ ورځې قرنطین کېږي او له دې پریکړې سرغړونکو ته یې د سزا ګواښ کړی.

د چین دولت دا تدبیرونه د کورونا د ویروس د خپرېدو د مخنیوي په پار وروسته له هغې نیولي چې دې ویروس تر اوسه هلته نژدې ۱۴۰۰ کسان وژلي دي.

کورونا یا کووېډ- ۱۹ ویروس د چین د هوبي ولایت له ووهان ښاره خپور شو او دا ولایت د پلازمینې سره څنګ کې دی.

دا امر داسې مهال شوی چې په چین کې کلنۍ رخصتۍ وې او ځینې خلک له دې هېواده بهر چکر ته تللي، له راستنېدو سره به ۲ اونۍ قرنطین کېږي.

بل خوا په افریقا کې هم د دې ویروس لومړۍ پېښې موندل کېدو رپوټونه ورکړل شوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چین د چارواکو په ټکو تر اوسه په چین کې څه باندې ۶۳ زره کسان په دې ویروس اخته شوي.

سره له دې چې د نړيوال روغتیايي سازمان څېړونکي او امریکايي متخصصان چین ته ورغلي چې د دې ویروس د خپرېدو په اړه څېړنې وکړي، خو ورسره د کورونا خپرېدا د پخوا په شان پراخه ده.

تر اوسه په چین کې څه باندې ۶۳ زره کسان په دې ویروس اخته شوي او ۱۳۸۱ کسانو ژوند له دې امله ژوند بایللی.

نړیوال سازمان څو ورځې وړاندې دې ویروس ته رسمي د 'کووید-۱۹' نوم ورکړ.

له چین څخه بهر د راپورونو په بنسټ تر اوسه په دې ویروس د اخته کېدو شاوخوا ۵۰۰ پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې درې مرګونې پېښې په هانکانګ، فیلیپین او جاپان کې وې.

د انځور حقوق Li Wenliang
Image caption که څه هم د چین پر دولت د دې ویروس د پراخې خپرېدنې له امله نیوکې کېږي، خو دولت یې ټوله هڅه کوي چې پلازمېنه له کورونا ویروسه وساتي

د دې ویروس پراخېدنه په چین کې پر یوه سیاسي او اقتصادي کړکېچ بدل شوی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې له امریکا غوښتي چې له چینه پر ورتلونکو ګرځندویانو او سوداګرۍ دې محدودیتونه دې پریږدې او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې د دې ویروس پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي.

"دا پېښه په نړۍ کې هر هېواد او هر مشر ننګوي، خو چین اوس ورسره مخ دی او د دې شونتیا نه ردوو چې زموږ هېواد کې به هم ننګونې او ستونزې وي، خو تاسې شاهد یاست چې ډېری هېوادونو په دې برخه کې د چین هڅې وستایلې. تر هغې چې موږ د ولسمشر شي په مشرۍ مخکې روان یو، په اغېزناکه ډول به د دې ساري ناروغۍ مخه ډب کړو."

که څه هم د چین پر دولت د دې ویروس د پراخې خپرېدنې له امله نیوکې کېږي، خو دولت یې ټوله هڅه کوي چې پلازمېنه له کورونا ویروسه وساتي.