شاته

په چین کې د کروناویروس تلفات ۱۶۶۵ ته ورسېده

په چین کې د روغتیا چارواکي وایي‌ چې لږ تر لږه ۶۸۰۰۰ کسان په کروناویروس اخته شوي دي.

په تازه پېښو کې ۱۴۲ کسان د کروناویروس له کبله مړه شوي او په دې سره په چین کې د یکشنبې تر ورځې (فبروري۱۶) د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۶۶۵ کسانو ته ورسېده.

له دې سره سره بیا هم چینايي چارواکي وايي‌ چې په وروستیو دریو ورځو کې د کروناویروس له کبله تلفات کم شوي دي. د چین د روغتیا کمېسیون مشر می فنګ وویل چې د تلفاتو د کموالي علت دا دی چې دا هېواد د کروناویرس د کنترول په حال کې دی.

په همدې حال کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر اماتدروس ادهانوم ویلي دي چې د کروناویروس مخنیوی ستونزمن دی. نوموړي له ټولو هېوادونو اونړیوالو ادارو غوښتي چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

دا سازمان له چین څخه هم غوښتي دي چې د کروناویروس له کبله دقیق او په وخت معلومات خپاره کړي.

د چین حکومت د هوبي ولایت چې ۵۶ میلیون نفوس لري قرنطین کړی. د دغه ولایت په مرکز وهان کې په لمړي ځل دا ویروس پیدا شو.

د چین ولسمشر ژي جيپېنګ لارښوونه کړې ده چې انټرنټ کنترول او په ښارونو کې دې د پولیسو شمېر هم زیات شي. وايي د انټرنټ له لارې د کروناویروس په اړه ویره خپریږي او هغو کسانو ته یې هم د سزا ګواښ کړی چې په ټولنه کې ویره اوترهه خپروي.

د کروناویروس دا مهال د نړۍ په ۲۶ هېوادونو کې موندل شوې ده. په جاپان، هانګ کانګ، فلپین او فرانسه کې هم یو یو کس د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

نړیوال وجهي صندوق خبرداری ورکړی دی چې په چین کې د کروناویروس به د ۲۰۲۰ کال اقتصادي‌ وده زیانمنوي.