BBC
 شاته

د کرښې بل مخ

Image caption خوست د نورو ګاونډيو ولايتونو په پرتله نسبتا ارامه ولايت دی

سهار لمر تودېده د بازار ګڼه ګوڼه ډېرېده د خوست ښار په تنګو کوڅو کې لږ خلک هم ډېر ښکاري د یوې سیمې خلک په کې ګرځي راګرځي نو پر یوه بل غږ حتمي دی او لکه د کلي د جومات او ډبې مخه که ستا ډېره بیړه هم وي ځغلیدی نه شې موټر ته دې لاره نه کېږي د سړک پر منځ به دوه غاړه په غاړه د یو بل د کور کلي په پوښتنو سر وي نو ته به ورته ولاړ یې چې روغبړ خلاص شي او ته لاره وکړې.

همداسې یوې نندارې ته ځیر وم د نورو په منځ کې مې څو ټوپکوال لیده چانټۍ یې تر ملا وې عسکري بوټونه یې پر پښو خو جامې یې دودیزې او پکولونه یې لکه نور خوستیان د پاللو ویښتو په سر پراته وو، دوئ یوه شخصي سپرلۍ وړونکي موټر ته وختل او زما سترګې تر پنا کېدو ورپسې وې.

خوستی لارښود مې په ټنډه پوهېده نو چې ما پوښتنه کوله ده راغبرګه کړه دا د کمپاین کسان دي، سر مې نه خلاصېده د واکسینو کمپاین، د ټاکنو کمپاین د کوم یوه؟

ویل د امریکایانو سره عسکر دي په خندا یې خبره وغځوله یعنې امریکایانو سره کار کوي، ښه په کیسه پوه شوم په ځينو نورو ولایتونو کې هم و ختیځو سیمو کې یې سوله ساتي او سي ټي پيټیان بلل او چې امریکایان له هغو سیمو ووتل د دوئ قومانده د افغانستان د استخباراتو ادارې ملي امنیت ته په غاړه شوه هلته ورته د صفر څلور ډلګۍ وايي.

راته وویل شول د خوست کمپاین د حکومت د وسله والو مخالفینو سره د جګړې ځواکمن خلک دي د شپې عملیات کوي هېڅوک یې له عملیاتو او نښو نه خبرېږي هر څه د سي ای اې مامورین څاري او تر افغان پوځ ښې تنخواګانې ورکول کېږي.

خوست کې نږدې هره ناسته کې د کمپاین یادونه کېده او ما هم خلک پوښتل د ښار یو شمېر خلکو ویل همدا کمپایني ځواکونه دي چې خوست یې ساتلی او د طالبانو د بریدونو مخه یې نیولې.

د خوست د ولایتي شورا مشر عبدالولي وحیدزي سره مې خبرې کولې هغه د سي ای اې ماموریت د خوست لپاره اغېزمن باله خبره د کمپاین وه خو چې ما پوښتنې ته رنګ لږ پسې بدل کړ او ومې ویل مانا دا چې امریکایان په خوست کې اغېزمن وو چې ټیکاو یې راوستی؟

د نورو یو شمېر افغان سیاستوالو په څېر د دغه ځوان ولایتي مشر چې ګومان نه کېږي نه دې د تیرو جګړو او نه د تېر سیاست لوبغاړی وي په بیړه ځواب راکړ نه، امریکایانو دلته سخت ظلمونه کړي دغه ځوان خپلې خبرې نه سره تللې ځکه کمپاین ځواک هم د امریکایانو و خو ښه یې باله او منل یې چې خوست کمپایني سړو کابو کړی.

دلته د کمپاین ځواک سلګونه تازه دمي ځوانان هم په همدې ورځو کې وګومارل.

د کمپاین د دندې مې یوه بله برخه هم ولیده د ډیورنډ پر کرښه له شمالي وزیرستان سره په غره یوه شوې لاره د دوئ د ماموریت چوڼۍ دي په سختو غرونو کې یې سړکونه وهلي او کرښه څاري.

دوئ ورپورې سیمه شمالي وزیرستان د خپلې سیالۍ مورچه ګڼي او وايي د ځانمرګو طالبانو په ګډون ډېر وسله وال همدغلته روزل کېږي او له همدې لارې د افغانستان کلیو او ښارونو ته را اوړي.

د خوست له ولایتي مرکز او د وزیرستان د میرام شاه تر منځ وآټن لږ دی تر درو ساعتونو هم په لږ وخت کې یې خلک له یوه بل سره تګ راتګ کولی شي، خو د کمپاین یوه ګرانه دنده په غاړه ده چې په دغه اوږده کرښه بریدګر په اسانۍ پیدا کړي.

په ۲۰۱۰ کې یو اردونی چې ویل کېږي د امریکا او القاعدې دواړو سره یې اړیکې درلودې په خوست کې له همدغه کرښې د امریکا لپاره پر ماموریت واوښت او له میرام شاه یې خپل بدن کې په خورا لوړ مهارت چاودېدونکي توکي پېلي وو او چې په خوست کې د سي ای اې مرکز ته ورسېد، معلوماتو ته غوږڅکي امریکايي مامورین یې والوځول، شپږ تنه ووژل شول او څو نور ټپیان شول او دا د امریکا جاسوسې ادارې ته د دغه ادارې په تاریخ کې یو مرګونی لوی ګوزار و بلل شو.

عام ذهنیت د کمپاین په تړاو همدغه دی چې ښه نښان ویشتونکي دي او سرتېري په کې تر ډېره په قومي جوړښت ورننوتي ځینې سیمې چې طالبان نفوذ نه په کې لري ځوانان یې د کمپاین پوځیان دي.

د خوست د مورچې ساتني یوه بله کیسه چې ملایان هم په کې جوړ نه دي، د خوست د یوه ځاي ملا ویډیويي کلېپونه مې کتل چې طالب ځانمرګي یې دوزخیان او د پاکستان د جاسوسې ادارې خلک یادول.

د طالبانو د ډلې ملایانو بیا د خوست دغه ملا چې محمد امیر نومېږي د "امریکا د استخباراتو سي ای اې تنخوا خور او جاسوس" بولي او د ده د غندونو لپاره یې د ترانو څو پیتې یې پسې ډکې کړې دي. خوست تر نور افغانستانه نسبتآ اوس مهال ارام دی، خو په وزیرستان کې د افغان حکومت په وینا د ای ایس ای مورچه کابل ګواښوي او د کرښې دا مخ خوست هم د سي ای اې د یوه غښتلي ماموریت سیمه ده.

د کرښې د دواړو اړخونو ځوانان چې ډېر په کې نالوستي دي نو ټوپک ته ژر غاړه سموي خو دا سیمه دې نا امنیو لا خواره او پر شا ساتلې، موده به وغواړي چې د سیمې ځوانان په دودیز ډول له ټوپک سره یارانه وشلوي او له جګړې په خپل هوډ ساه وباسي.