شاته

امریکا د "تاوتریخوالي کمولو په اړه" د طالبانو وړاندیزسره موافقه وکړه

د اسوشیتدپرس د یو امریکایي چارواکي له خولې لیکلي دي چې امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د طالبانو د ۷-ورځني وړاندیز سره موافقه کړې ده چې ژر به عملي شي.

دغه چارواکي ويلي دي چې په دغه کار سره به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته لار پرانیستل کیږي. وايي د دغې تړون له لاسلیک وروسته په لسو ورځو کې دننه باید بین الافغاني مذاکرات پیل شي. دغه امریکايي مقام ویلي دي چې د تاوتریخوالي کمول به په ټول افغانستان کې وي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مونیخ کې له ولسمشر غني سره لیدلي دي. د دوی د خبرو ډېر جزیات لا نه دي خپاره شوي.

ښاغلي غني همدغه راز د ناټو له عمومي مشر ینس ستولتنبرګ سره هم لیدلي دي.

ښاغلي ستولتنبرګ په خپل ټویټر کې لیکلي دي: " د افغانستان د آینده په اړه مو له ولسمشر غني سره بحث وکړ. ناټو او متحدین یې په افغانستان کې د سولې زمینې برابرولو ته ژمن دي. طالبان باید د تاوتریخوالي د کمولو او مذاکراتو د پیلولو لپاره خپله اراده او ظرفیت وښيي".

نوموړي ویلي دي که طالبان د تاوتریخوالي د کمولو په اړه خپله قوي اراده وښيي، ناټو به هم په افغانستان کې خپل ځواکونه کم کړي.