شاته

کندز کې ماین چاودنې پنځه ماشومان وژلي درې ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله پنځه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن جمعه سلواغې۲۵مه وویل چې دغه پېښه پرون مازدیګر د یادې ولسوالۍ په شهروان سیمه کې د مولوي احمد د مدرسې مخې ته رامنځته شوې ده.

رحیمي ویلي چې یاد ماین په سیمه کې د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و.

تر دا مهاله د دغه پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د کندز دشت ارچي د کندز له ناامنه ولسوالیو څخه ده چې زیات ورڅخه د وسله والو نښتو او ماین چاودنو راپورونه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونسیف" د راپور له مخې په افغانستان کې هره ورځ په جګړو کې په اوسط ډول شاوخوا نهه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي.