شاته

پمپیو: ایران هماغسې سرغړونې کوي، نړۍ یې باید پر ضد اقدام وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یمن کې حوثي یاغیانو ته د استول کېدونکو وسلو له نیولو وروسته پر نړیوالو غږ کړی دی چې باید د ایران پر ضد متحد شي.

پمپیو همدغه راز پر ایران د بندیزونو د لګولو پر دوام هم ټېنګار کړی دی.

نوموړي د جمعې په ورځ (فبروري۱۴) په خپل ټویټر کې د ایران د نیول شویو وسلو تصویر خپور کړی دی او لیکلي یې دي: "د امریکا د متحدو ایالتونو بحري ځواکونو ۳۵۸ هغه وسلې نیولې چې په ایران کې جوړې شوې او په یمن کې حوثي یاغیانو ته انتقالېدې. "

ښاغلي پمپیو لیکلي دي چې دا کار د دې ښکارندوی دی چې ایران "چې په نړۍ کې د تروریزم لوی ملاتړی دی" هماغسې سرغړونې کوي. هغه پر نړیوالو غږ کړی دی چې باید د ایران تاوتریخوالی رد او پر هغه هېواد د لګول شویو بندیزونو په دوام ټېنګار وکړي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو قومندانۍ د پنجشنبې په ورځ (فبروري۱۴) اعلان وکړ چې د عربو په سمندر کې د ایران ساخت یو شمېر وسلې یې نیولي دي.

په دغو وسلو کې د ټانک ضد ۱۵۰ د راکټ مرمۍ، درې هغه راکټونه چې له ځمکې هوا ته توغندي توغوي، دوربینونه او ځینې نور مهمات شامل دي. سعودي عربستان هم ایران په یمن کې د حوثي یاغیانو په ملاتړ تورنوي.