شاته

فبرورۍ کې ۸۳۷۸ افغان کډوال له ایرانه هیواد ته ستانه شوي ـ راپور

د کډوالۍنړیوالۍ اداره یا «IOM» وايي، د روان ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه بیا د فبرورۍ تر اتمې پورې له ایران او پاکستان څخه ۳۸۲۸۹ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

یاد سازمان وايي، په دغه موده کې د افغان کډوالو لویه برخه چې ۳۷۴۳۸تنه کېږي یوازې له ایران څخه ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د جمعې په ورځ د «د فبرورۍ پر۱۴مه» پخپل راپور کې ویلي چې د چې د فبرورۍ له دوهمې نېټې څخه بیا د یاې میاشتې تر اتمې پوري ۸۳۷۸ تنه کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

یاد سازمان وايي دغه افغان کډوال له ایران سره پر پوله د هرات، نیمروز او اسلام قلعه د بندرونو له لارې هیواد ته ستانه شوي دي.

راپور وايي چې له ایران څخه افغانستان ته د ستنو شوو کډوالو له ډلې له ۱۴سلنو سره یې د دغه سازمان لخوا مرستې شوي دي.

د «IOM» راپور وايي، چې تېره اونۍ له ایران څخه ۳۷۴۵ افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي و چې روانې اونۍ ته په کتو ۳۶سلنه کموالی پکې راغلی دی.

له ایران څخه پر داسې مهال زیات افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه کیږي چې په دې وروستیو کې پر دغه هیواد د امریکا اقتصادي بندیزونو له امله هغه هیواد له فشارونو سره مخ دی.

«IOM» وايي چې په دغه موده کې له پاکستان څخه هم ۸۵۱ افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.