شاته

د سالنګونو لویه لار د ټرافیکو پرمخ خلاصه شوه

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسؤلین وايي، د سالنګونو لار چې د تیزو بادونو او درندو واورو له امله تړل شوې وه تېره شپه بیرته د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه.

یاده لار یوه شپه او ورځ د درندو واورو او تېزو بادونو له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه.

د دغه ادارې رئیس ضمیر امرخېل د جمعې په ورځ «سلواغې۲۵مه» وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له لسو څخه د زیاتو واورو ښوېدو له امله چې زیاته برخه یې په جنوبي سالنګ کې و مسافرینو ته یې د تګ راتګ پر مهال ستونزې پېښې کړي وې.

ښاغلي امرخېل زیاته کړه چې تر واورې ښوېدو مخکې ټول مسافرین او موټر چلوونکي د دوی لخوا خوندي ځایونو ته انتقال شوي و.

پر همدې مهال د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په تاجکان سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون۱۴تنه ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دایکندي سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د درندو واورو له امله د ۲۱ تنو د مړه کېدو خبر ورکړ.

د د دایکندي ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس اسدالله سروري امریکا غږ ته وویل، چې د سې‌شنبې ورځې راهیسې د دغه ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د واورې ښوېدو ۳۱ پېښې ثبت شوي دي.

هغه زیاته کړه: "په خواشینۍ سره چې تر اوسه ۲۱ تنه شهیدان لرو او اوه تنه ورک دي، چې په خواشینۍ سره د دوی د ژوندي پاتې کېدو احتمال هم نشته".