BBC
 شاته

د روغتیا نړیوال سازمان: له چینه بهر د کرونا ویروس خپرېدل نه دی چټک شوی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د چین په هوبې ایالت کې د نوي کرونا ویروس له کبله د مړینې کچې له ناڅاپي ډېرېدو سره هم له چینه بهر د دغه ویروس خپریدو بڼه ډېره چټکه نه ده. د (ډبلیو ایچ او) په خبره دې سره د کرونا ویروس له کبله د مړینې او د ناروغۍ د سختۍ په بڼه کې هم کوم بدلون نه دی راغلی.