شاته

افغانستان، د جگړی په اور کې یو سوی نړیوال موزیم!

افغانستان او پکې مهمو تاریخي سیمو ته د آزادی هوا او پرته له کوم سقف څخه د یوه تاریخي ارزښتناکه موزیم په سترگه کتل کیږي.

د دیرشو کلونو د جنگ جگړو نه وروسته ددې هیواد فرهنگي او دودیز میراث د له منځه تللو له خطر سره مخامخ دی خو د لرغونپوهانو یوه ډله اوس زیار باسي چې ددې هیواد تاریخي ځایونه بیرته ورغوي او د لرغونو ځایونو په نخشې کې یې بیرته ځای په ځای کړي.

دوي د ستلایت انځورونو په مرستی ددې مهمو سیمو په اړه زیات معلومات غونډ کړي چې د یوه لوي جغرافیايي معلوماتي سیستم بڼه لري.

چارواکي هم پدې ویریدل چې که دا سیمې وموندل شي او اعلان شي نو د غارتگرو په لاس به لوټ او تالان شي

دا د یوه فرانسوی لرغون پیژندونکي، ژولیو بندوزو، خبره ده چې افغانستان ته د تللو خارجي لرغونپوهانو د پلاوی مشري په غاړه لري.

هغه وویل، «دا د سیمې دپاره د یوې مهمې څلور لارې حیثیت لري او د منرالونو او خامو منرالونو له اړخه یوه خورا غني او شتمنه سیمه ده. مثلآ د لاجورد ډبره . د ارزونکو څخه په مننې سره پایله هم همدا وه چې دا د بین النهرین او د پخواني مصر د یولسم فرعون، توت عنخ آمون پر دورې پورې تړلې شتمني ده.»

د افغانستان موقعیت او پکې د گن شمیر او زیاتې اندازې معادن یې چې پکې د سرو زرو، مس او نادرو او قیمتي ډبرو او مینرالونو کمی نشته، دا هیواد د ارغونپوهانو دپاره د تاریخي مدنیت او ارزښتناکه جام بدل کړی دی.

د لرغون پبژندونکو په قول اافغانستان بیساری او گڼې شتمنۍ لري

د لرغون پبژندونکو په قول اافغانستان بیساری او گڼې شتمنۍ لري

د افغانستان نامتو لاجورد تیږه چې آبي رنگ لري د مصري فرعونانو او لویو شاهانو له خوا کارول شوي دي چې د آشور ، بابل او سارمینتو د دورې تاریخي مدنیت او د هماغه وخت د لرغونی ټولنې څرنگوالی په ډاگه کوي.

دغی اداری په افغانستان کې د نولسوه دوه ویشم نه را پدې خوا ددی سیمو د تشخیص او ساتنې دپاره کار کړی خو په منځ کې په نولسوه دو اتیایم کې کله چې هیواد د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل لاندی و، دا لړۍ په ټپه ودریده.

د مرکزي آسیا د سیمې لرغون پیژندونکې، الینا لیوني، وویل، «مونږ ډیر نیکمرغه یو ځکه مونږ زیات شمیر ډیر ښکلی انځورونه لرو. مونږ ساحه هم په دقت سره څیړلې ده او دا لومړی ځل دی چې لرغونپوهان پداسې دقت سره دلته کار کوي.»

هغې زیاته کړه چې افغانستان خورا لوي دی او داسې بیساری او بی انتحا لویی شتمنۍ لري

میرمن لیوني د بلخ ولایت مثال ورکړ چې د افغانستان په شمال کې د لرغونو مدنیتونو زانگو هم گڼل کیږي. لرغونو یونانیانو دا سیمه د بکتره په نوم پیژندله چې بی اندازې زیاته اندازه سره زر پکی را برسیره شول.

د سرو زرو داسی یوه پټه شتمني چې د مصر د پخوانی تاریخي نامتو پادشاه ارزښتناکه او بی ساری خزانی سره هم پرتله شوي دي.

افغانستان کې د سرو زرو بی ساری شتمني پرته ده.

افغانستان کې د سرو زرو بی ساری شتمني پرته ده.

محمد نادر رسولي ته د دافا په څیړنیزی موسسی کې ډیر درناوی کیږي. همکاران یې هغه ته د افغانستان د لرغونو ځایونو د یوې ژوندي کتابتون په سترگه گوري چې د هیواد د لرغونو ستمنیو په اړه د معلوماتو یوه ژوندۍ خزانه ده.

ښاغلی رسولی پدې اړه په نولسوه شپیتمه لسیزه کې په روسیی کې تحصیل تر وروستی درجی بشپړ کړی دی او پخپلو سترگو یی لیدلی دي چې د خپل هیواد ارغوني تاریخي شتمنی یې څنگه د جنگ او غارتگرو او په لاس تباه او ورکې شوی دی.

هغه وویل، «واضحه ده چې د دې نوې سیمې د نخشی بشپړول به مونږ ته ددې سیمې یوه روښانه انځور په لاس راکړي خو مهمه دا ده چې خلک دا لرغونې سیمې وساتي.»

هغه زیاته کړه چې په ولایتونو کې دا سیمې د غلو په لاس تالان شوی او لرغونی ډبرې یې نورو هیوادونو ته قاچاق شوی دی.

د افغان چارواکو او پدې برخه کې اړوندو وزارتونو دپاره به د تاریخي او ارزښتناکو معادنو او شتمنیو دا نخشه د یوې وسیلې په توگه گټوره ثابته شي څو وکړای شی په راتلونکی کې پدې سیمو کې خپلی پرمختیایی پروژې پیل او پر مخ بوځي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ د وزارت ویاند، هارون حکیم، پدې اړه وویل، «خلک وایی افغانستان د شتمنیو او موقعیت له اړخه په اصل کې د یوه سر خلاصي موزیم حیثیت لري. دا مهمه ده چې ددی شتمنیو ځایونه مشخص شي بیا به کله چې سړکونه جوړیږي، یا معادن استخراجیږي مونږ پدې پوه اوسو چې دا ارزښتناکی سیمې کومی چې ساتنه یی هم ضروري ده.

دا ځکه مهمه ده چې حکومت د معادنو د استخراج توزیع بیلو ملکونو او بیلو موسسو ته پیلوي. ویل شوی سږ کال به داسی مهم پنځه ویشت قراردادونه لاسلیک شي.

ښاغلی رسولي هیله څرگندوی چې د معادنو د استخراج داسې شرکتونه دې پدې هیواد کې تاریخي ارزښتونو ته په پام سره د لرغونو آثآرو خوندي ساتنې ته هم پاملرنه وکړي ځکه دا ددې اوسني بی وزلی خو په اصل کې د نړۍ د خورا یو بډای هیواد د هویت مهمه برخه گڼل کیږی.