شاته

جمهوررئیس غني نن په یو رسمي سفر نوي ډهلي ته تللی

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې جمهوررئیس محمد اشرف غني د هند د صدراعظم نریندرا مودي په بلنه په یوه دوه ورځني رسمي سفرد یو عالي رتبه پلاوي په مشرۍ نن له غرمې وړاندې نوي ډهلي ته رسیدلی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې هندوستان ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سفر یو هدف افغانستان سره په لویو زیربنایي پروژو کې د نوي ډهلي د مرستې جلبول دي.

دواخان مینه پال وویل، چې افغانستان سره د هندوستان د مرستو لومړۍ پړاو بشپړ شوی او اوس افغان حکومت غواړي چې دا هیواد افغانانو سره د خپلو مرستو یو بل پړاو پیل کړي.

ښاغلي مینه پال وویل "په دې سفر کې افغانستان سره د هند د پروژو په دوهمه برخه خبرې کیږي خو امنیتي همکارۍ هم له پامه نه شو غورځولی ".

د ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس غني به په دې دوه ورځني سفر کې دهند صدراعظم نریندرا مودي، جمهور رئیس پراناب موکرجي او ددغه هېواد نورو چارواکو سره د کتنې تر څنګ له سوداګرو او په هند کې په زده کړو بوختو افغان محصلینو سره هم جلا جلا کتنې ولري

همداشان ټاکل شوې چې جمهور رئیس غني به د دفاعي څیړنواوارزونوپه انسټيټیوټ کې متقاعدو جنرالانو، متقاعدو سفیرانو، پروفیسورانو او محصلینو ته وینا وکړي او د بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول تروریزم او افراطیت سره د مبارزې په هکله به د افغانستان لیدلوری هغوی ته بیان کړي.

جمهور رئیس سره په دې سفرکې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د ترانسپورټ وزیر محمدالله بتاش، د جمهور رئیس ستر سلاکار نادر نادري او د جمهور رئیس ویاند محمد هارون چخانسوري ملګرتیا کوي.

جمهوررئیس غني په داسې حال کې نوي ډهلي ته تللی چې ټاکل شوې د همدې عیسوي میاشتې په وروستیو کې په نیویارک کې د افغانستان، امریکا او د هندوستان د چارواکو ترمنځ یوه درې اړخیزه ګډه غونده هم جوړه شي.

.