شاته

په سوریه کې اوربند د سولې هیلې زېږولې دي

په سوریه کې تازه اوربند نوې هيلې پیدا کړي چې ممکن ددغه هېواد بحران ته د حل یو سوله ایزه لاره وموندل شي. که څه هم چې په ځېنو سیمو کې د ډزو غږونو اوریدل شوي خو لدې سره سره نړیوال تمه ښيې چې له تیر ماښام څخه پیل شوی شوی اوربند دوام ومومي.

د سوریې د مرکز دمشق په لارو کوڅو کې خلک د اختر په لمانځلو بوخت دي. د اختر رخصتیو پایتخت ته کرارې ور په برخه کړې او د سولې په تړاو یې د خلکو په منځ کې هیلي پیدا کړي دي.

د سوریې د پوځ یو سرتیری سمیر وایي چې دا جگړه باید پخوا ختمه شوي وای. هغه زیاتوي "زه یقیناً ددغو ناخوالو خاتمه غواړم. د اوس لپاره نه پوهیږو چې اوربند به کامیاب شي که ناکام خو موږ دواړو حالاتو ته آماده یو."

په سوریه کې د امریکا او روسیې په منځګړیتوب رامنځته شوی اوربند ددغه هېواد د پنځه کلنې کورنۍ جګړې په بیلابیلو جبهاتو کې اوضاع کابو کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې سوریه کې د اوربند هڅه کیږي پخوا هم ورته گامونه اخیستل شوي وو خو ناکامه شوي وو.

جمهور رئیس بشارالاسد د اختر تر لمانځه وروسته د دمشق په کوڅو کې وگرځید.

جمهور رئیس بشارالاسد د اختر تر لمانځه وروسته د دمشق په کوڅو کې وگرځید.

دا وارې داسې ښکاري چې د متحدو ایالتونو په ګډون نړیوال تازه اوربند د سولې لپاره وروستی فرصت ګڼي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وایي "زه غواړم چې په ډاګه ووایم د ټولو شکونو ترڅنګ په راتلونکو ورځو کې به ننګونې ډېرې شي، موږ یې انتظار لرو او فکر کوم چې ټول یې لري. خو لدې سره سره دغه پلان کار ورکولی شي".

ها خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي د اوربند د معاملې جزئیات خپاره کړي. د روسيې د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د سوريې اوربند متن په رسمي توګه تائید کړي.

سرگي لاوروف وایي "ددې لپاره چې د تفاهم لیک د عملي کولو په تړاو پوښتنې له منځه یوسو موږ وړاندیز کوو چې دغه تفاهم لیک په عمومي توګه اعلان شي، زموږ امریکايي ملګري غواړي چې پټ یې وساتي. موږ د پټولو لپاره هیڅ څه نه لرو".

که اوربند په یوه اونۍ کې مات نشي نو متحده ایالات او روسیه په پام کې لري چې د داعش او النصره ترهګرو ډلو پر وړاندې همغږي عملیات په لاره واچوي.