BBC
 شاته

پکتيکا کې د چت پرېوتو له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي

Image copyright k

ځايي سرچينې وایي د افغانستان جنوب ختيځ پکتيکا ولايت سرروضې ولسوالۍ کې د کور چت راپرېوتو له امله د يوې کورنۍ پنځه تنه مړه شوي دي.

د ځايي خلکو په وينا د دغې سيمې کورونه له سلو کلونو ډېر زاړه دي.

د راپورونو له مخې د دغې کورنۍ پلار، مور او درې زامن په يوه کوټه کې وېده وو چې نيمه شپه د چت راپرېوتو له امله ټولو ژوند له لاسه ورکړ.

يوه ځايي مشر عبدالله سر روضه وال بي بي سي ته وویل: "هغه کور چې دغې کورنۍ په کې ژوند کاوه ډېر زوړ و".

نوموړی وايي پېښه ځايي مهال د شپې ۱۲ بجې رامنځ ته شوې ده.

سرروضه د افغانستان په جنوب ختيځ کې يوه پخوانۍ سيمه ده چې کورونه يې ډېر زاړه او په خام ډول له خټو او لرګيو جوړ شوي دي.

د دغه اوسېدونکي په وينا، هغه لرګي چې د دغې ولسوالۍ په کورونو کې کارول شوي له سلو کلونو ډېر زاړه دي.

دی وايي د دغې کورنۍ د کوټې لرګي مات شوي او شته کسان ترې لاندې او مړه شوي دي.