شاته

غني: افغانان د امریکایي ځواکونو له وتلو سره ستونزه نه لري

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغان حکومت پر ځای له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکرات به د نورو سختو جګړو د پیل په مانا وي.

ښاغلي غني د پنجشنبې د «جنورۍ پر۲۳مه» سویس په داووس ښار کې بهرنیو خبریالانو ته وویل، چې هیواد یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره ستونزه نه لري، خو زیاته کړې ده چې مذکرات پرې مهم دي.

په هغه اعلامیه کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا خپره شوې ښاغلي غني له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: "افغانان د امریکایي ځواکونو له وتلو سره ستونزه نه لري، خو مذاکره پرې مهمه ده او که دا مذاکره له طالبانو سره کېږي دا به د نورو سختو جګړو د سلسلې د پیل په معنا وي او که افغان حکومت سره وشي، د مدیریت وړ ده."

ښاغلي غني پخپلو خبرو کې په افغانستان کې د اوربند پر ټینګېدو په ټینګار سره ویلي، چې اوربند سیاسي مذاکراتو ته د ژمنتیا ښکارندويي کوي.

هغه همدارنګه د ۲۰۱۷ میلادي کال په کوچني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند ۹۸ سلنه موثر بللی دی.

نوموړي یاته کړې:"افغانان د جنګ د پای ته رسېدو غوښتونکي دي، د تاوتریخوالي کمېدل پایله نه لري، خو اوربند د دې ښکارندویي کوي چې افغانان سیاسي دیالوګ ته واقعي تعهد لري."

نوموړي ټینګار کړی چې افغانان شاتګ نه کوي، خو وايي، که طالبان پرې ټینګار کوي،دا به افغان ټولنې ته د منلو نه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې روانه میاشت په قطر کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل شوي دي.

که څه هم د یادو خبرو مکمل جزئیات لا رسنیز شوي نه دي، خو ویل کېږي چې دواړه لوري په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو، اوربند او بین الافغاني خبرو ته د زمینې برابرېدو په اړه بحثونه کوي.

د سولې په اړه د افغان ښځو جرګه
د سولې په اړه د افغان ښځو جرګه

افغان حکومت تل د اوربند پر ټینګېدو ټينګار کړی او د تاوتریخوالي کمېدو طرحه یې له سولې څخه د تېښتې په مانا بللې ده.

ولسمشر غني همدارنګه ویلي چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د نوموي د حکومت لخوا تېر کال د ټولو ولایتونو د سولې په اړه د مېرمنو یوه لویه جرګه رابللې وه.

بلخوا د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي هم تېره ورځ په یوه غونډه کې ویلي چې د حکومت استازي به د خبرو په هېڅ داسې مېز کې ګډون ونه‌کړي چې ښځې پکې نه وي.

رحیمي ویلي، که ښځې د سولې په بهیر کې نه وي، افغانستان به د دایمي ستونزو پر خوا روان شي.