شاته

ایران نوې پوځي بېړۍ جوړې کړي

د ایران سپاه انقلاب د سه شنبې په ورځ هغه بېړۍ ښکاره کړې چې یو هلیکوپتر او سل تنه سپرلۍ لیږدولای شي.

د ایراني تلویزیون په وینا دا نوې بېړۍ ٥٥ میتره اوږدې او ١۴ میتره پلنې دي او کولای شي چې یوه سپکه ملکي هلیکوپتر هم ولیږدوي.

دا راپور په داسې حال کې خپریږي چې د فارس په خلیج کې دمخه د امریکایي جنگي بېړیو او ایراني څارونکو کښتیو ترمنځ نژدې مانورونه شوي دي.

په دغې چټکې بېړۍ د ایران د مذهبي مشر ایات الله علي خامنه یي عکس کښل شوی و او پرې لیکل شوي وو چې امریکایان دې "بیرته د خنځیرانو ساحل ته ستانه شي". د تیرې می په میاشت کې ښاغلي خامنه یي هم د فارس په خلیج کې د امریکا پر شتون کلک انتقاد کړی و.

ایران او د امریکا متحده ایالات د فارس په خلیج کې له یو بل سره د مخامخ کیدو تاریخچه لري

ایران او د امریکا متحده ایالات د فارس په خلیج کې له یو بل سره د مخامخ کیدو تاریخچه لري

ددغو مراسمو په ترڅ کې د سپاه انقلاب د سمندري ځواکونو قوماندان علي فدوي د پارس په خلیج کې د امریکا پر شتون انتقاد وکړ او ویې ویل چې د دوی حضور"د ناامنيو او یاغيگريو سبب کیږي".

ایران او د امریکا متحده ایالات د فارس په خلیج کې له یو بل سره د مخامخ کیدو تاریخچه لري.

د اگست په میاشت کې یوې امریکایي جنگي کښتۍ د یوې ایراني بېړۍ پر لورې چې یوې بلې امریکایي کښتۍ ته نژدې کیدله درې هوایي ډزې وکړې. دا په یوه ورځ کې درېیمه پیښه وه چې له هغې یوه ورځ مخکې څلور کوچنۍ ایراني بېړۍ د هرموز په تنگي کې د یو اس اس نیتس کښتۍ ته په سرعت سره نژدې شوی وې خو د امریکایي قواو له ډزو وروسته یې خپله لاره بدله کړې وه.

ددې پیښې وروسته د ایران نیمه دولتي اژانس د جنرال حسین دهقان له خولې وویل چې "که هره بهرنۍ بېړۍ زمونږ اوبو ته ننوځي، مونږ ورته خبرداری ورکوو او که هغه تیری وي نو مونږ یې مقابله کوو". هغه دا هم ویلي وو چې د ایران کشتۍ په خپلو اوبو کې د کشتیو تگ راتگ او بهرنۍ بېړۍ څاري.

د جنورۍ په میاشت کې ایران د لنډې مودې لپاره لس تنه امریکایي ماڼوگان توقیف کړي وو چې په تیروتنې د ایران اوبو ته ننوتي وو.