شاته

د افغانستان او کاناډا د ۱۹ کلنو کرکټ لوبه د باران له کبله ونشوه

د ۲۰۲۰ کال د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د افغانستان او کاناډا لوبه د باران له کبله لغوه اعلان شوه او هرې لوبډلې ته یوه-یوه نمره ورکړل شوه.

افغانستان په خپل ډي ګروپ (D group) کې د پنځو نومرو په اخیستلو سره خپل لومړۍ مقام وساته او ورپسې کوربه هېواد جنوبي افریقا ده چې د ګروپ په درجه بندۍ کې ۲ نمرې لري.

د کرکټ په نړیوال جام کې تر دې دمه یواځې د ویسټ انډیز لوبډله ۶ نمرې لري چې په دې ډول افغانستان د ټول جام د ګروپي لوبو په درجه بندۍ کې دویم دی.

افغانستان په خپلو تېرو دوو لوبو کې جنوبي افریقا او متحده عربو اماراتو ته ماتې ورکړې وه او په دې سره د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو پړاو ته وتلی دی.

اوس به افغانستان د (سي) ګروپ د لوبډلو وروستۍ نتیجې ته انتظار کوي. هلته ښايي پاکستان یا بنګله دېش په ګروپ کې دویم مقام وګټي. هره لوبډله چې دویمه شوه، افغانستان به ورسره په منځلوبې/کوارټر فاینل کې مخامخیږي.

د کرکټ په نړیوال جام کې ټول ۱۶ ټیمونه لوبیږي چې اته یې له سیالیو وتلي او پاتې اتو یې بل پړاو ته لاره موندلې.