شاته

جمهوررئیس غني سبا ډهلي ته ځي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، جمهوررئیس محمد اشرف غني به د چهارشنبې په ورځ نوي ډهلي ته د خپل سفر په وخت د هندي چارواکو سره د تروریزم سره د مبارزې او د سیمې په مسلو خبرې وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې ټاکل شوې چې جمهوررئیس محمد اشرف غني به د چهارشنبې په ورځ د یو لوړپوړې دولتي پلاوي په مشرۍ له کابل څخه نوي ډهلي ته لاړ شي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال هندوستان ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني د سفر یو هدف افغانستان سره په لویو زیربنایي پروژو کې د نوي ډهلي د مرستې جلبول وښودل او ویې ویل چې افغانستان سره د هندوستان د مرستو لومړۍ پړاو بشپړ شوی او اوس افغان حکومت غواړي چې دا هیواد افغانانو سره د خپلو مرستو یو بل پړاو پیل کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال د هندي چارواکو سره د جمهوررئیس غني په خبرو کې د پوځي همکاریو مسلې پر سر بحث رد نه کړ، خو ویې ویل چې د خبرو لویه برخه اقتصادي مسلې جوړوي.

ښاغلي مینه پال وویل "په دې سفر کې افغانستان سره د هند د پروژو په دوهمه برخه خبرې کیږي خو امنیتي همکارۍ هم له پامه نه شو غورځولی ".

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال وویل، د تروریزم سره مبارزه او د سیمه ایزې همکارۍ پیاوړتیا مسلې هم د دواړو هیوادونو د مشرانو د خبرو په اجندا کې ځای لري.

په نوي ډهلي کې د هندوستان د صدراعظم نریندرا مودي سره د جمهوررئیس محمد اشرف غني د چهارشنبې د ورځې کتنه روان عیسوي کال د می په میاشت کې په ایران کې ددغو دوو مشرانو ترمنځ د لیدنې اود جون په میاشت کې د افغانستان د هرات ولایت ته د صدراعظم نریندرا مودي له سفر وروسته ترسره کیږي.

د افغانستان د چارو کارپوهان تر ډیره په دې نظر دي، چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ نږدیوالی د پاکستان د خوابدۍ سبب ګرځي.

د افغانستان د چارو یو کارپوه احمد سعیدي وایي، پاکستان او هندوستان کلونه کلونه کیږي چې په خپلو منځو کې سره وران دي، هرڅوک چې پاکستان ته نږدې کیږي هندوستان خفه کیږي او هندوستان ته نږدې کیږي پاکستان خفه کیږي.

ښاغلي سعیدي وویل " زما باور دا دی چې افغانستان مجبور دی چې هندوستان سره نږدې شي، خو هرڅومره چې دا اړیکې نږدې کیږي پاکستان به له ورانکارو څخه ملاتړ لا زیات کړي".

احمد سعیدي وایي، افغانستان ته په کار دي چې دغو دوو هیوادونو سره په اړیکو کې داسې تعدل راولي چې دا ونه ګڼل شي چې د کوم یو له خوا ترې کار اخیستل شوی دی.

خو د نړیوالو اړیکو یو کارپوه انتظار خادم په دې باور دې چې افغانستان سره د هند د نږدې دوه میلیاردو ډالرو مرسته اوپه هند کې تر ۱۷۰۰۰ پورې افغان محصلینو ته د زده کړو امکانات برابرول هغه څه دي چې افغان حکومت د پاکستان پرځای هند سره اړیکو ته هڅوي.

ښاغلي خادم وویل "ددې په خاطر باندې چې حداقل په پاکستان باندې فشار راوړل شي او ددې په خاطر چې هندوستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي اویا هم د امریکا او هندوستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د درې اړخیزې غونډې د ژمنې د عملي کیدو لپاره دا سبانۍ غونډه مهمه ده او زه فکر کوم چې ولسمشر غني به مهم پیغانونه له ځان سره ولري".

ټاکل شوې چې په راتلوونکو څو اونیو کې د افغانستان، امریکا او د هندوستان د چارواکو درې اړخیزه ګډه غونده په نیویارک کې جوړه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ددغې درې اړخیزې غونډې د جوړیدلو اړتیا ترپوښتنې راوستې او ویلي دي چې نه پوهیږي چې د دې غونډې جوړیدو ته اړتیا شته او که نه؟.