شاته

ترکیې رسمآ له امریکا نه وغوښتل چې فتح الله ګولن ونیسي

د ترکیې مطبوعات وايي دغه هېواد حکومت په رسمي ډول له امریکا نه غوښتي چې د جولاۍ د میاشتې د کودتا تورن پلانونکی، فتح الله ګولن، ونیسي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان فتح الله ګولن په وار وار تورن کړی، چې د ترکیې د حکومت د نسکورولو هڅه یې کړې ده، د جولاۍ په ناکامې پوځي کودتا کې ۲۷۰ تنه ووژل شول.

ترکیې مطبوعات د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ، په هغه رسمي مکتوب کې چې د ښاغلي ګولن د نیولو لپاره امریکا ته سپارل شوی، هغه په کې تورن شوی چې "د کودتا لارښونه یې کوله او قومانده یې ورکړې ده".

د ترکیې چارواکو تر دې د مخه په غیر رسمي ډول په وار وار له امریکا نه د ګولن د شړلو غوښتنې کړې وې.

۷۰ کلن فتح الله ګولن له ترکیې نه تر وتلو وروسته له ۱۹۹۹ کال نه راپدېخوا په امریکا کې اوسیږي، هغه دا تورونه ردوي چې ګنې د ترکیې په ناکامې پوځي کودتا کې یې لاس لره.

له کودتا نه وروسته د ترکیې حکومت په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې ۸۰زره ملکي ماموران شړلي دي، په دوی کې یې یو شمېر نیول شوي هم دي. په هغوی تور دی چې په کودتا کې یې له ګولن سره اړیکه لرله.

تېره اونۍ د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جي۲۰-هېوادونو په غونډه کې خپل ترکي سیال ته ډاډ ورکړ، چې د کودتا د عاملینو په نیولو کې به ورسره ترې خپلې وسې همکاري کوي.

خو، امریکايي چارواکي یوازې محکمه له امریکا نه د کوم کس د شړلو پرېکړه کولی شي.