BBC
 شاته

افغانستان ايرلنډ ته د ۲۳۰ منډو هدف وټاکه

Image copyright AFP

د افغانستان او ايرلنډ کرېکټ لوبډلو تر منځ په بلفاسټ کې د روانې څلورمې يوې ورځنۍ لوبې په ترڅ کې افغانستان ايرلنډ ته د ۲۳۰ منډو هدف وټاکه.

د دغې لوبې پچه افغانستان ګټلې او لومړی یې د منډې جوړولو پرېکړه کړې وه.

د افغانستان په توپ وهونکو کې راشد ارمان او محمد نبي ښه وځلېدل نوموړو په ترتيب سره ۶۰ او ۵۰ منډې جوړې کړې.

پر دوی سربېره رحمت شاه ۴۸، محمد شهزاد ۲۲، ميرويس اشرف ۱۴، سميع الله شينواري ۱۱ او نور علي ځدراڼ ۱۰ منډې وکړې.

د ايرلنډ لپاره مک براين او چېس دوې دوې وېکټې واخيستې او لږ وروسته به توپ وهنه پيلوي.

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د پنځو يو ورځنيو لوبو په دغه لړۍ کې دواړو لوبډلو يوه يوه لوبه ګټلې ده.

لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه شوې وه، دوهمه افغانستان او درېيمه ايرلنډ ګټلې.

د دغې لړۍ وروستۍ لوبه دې سې شنبې په ورځ ترسره کېږي.

افغانستان په دې وروستیو کې ښه ځلېدلی، خو د ایرلنډ تجربه کاره لوبډله هم ترې کمه نه ده او د ډېرو په باور دواړه لوبډلې به خوندوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي.

Image copyright AFP
Image copyright