شاته

د کونړ د ځنګلونو قاچاق د داعش "یوه عایداتي منبع"

د کونړ ولایت چارواکي وايي چې د داعش ډلې د حکومت له ولکې دباندې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د ځنګلونو پرې کولو ته لار هواره کړې ده.

چارواکي وايي چې د داعش جګړه ماره ډله د لرګیو د قاچاقو پر سر له خلکو پیسې اخلي چې خپله جګړه پرې روانه وساتي. څو ورځې وړاندې حکومتي ځواکونو د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې سلګونه جوړې چارتراش چې په قچرو بار وو ونیول.

د نورګل ولسوال محمد حنیف خیرخوا وايي چې دا قاچاق د داعش ډلې په مرسته د حکومت له ولکې په وتلې ساحه کې کېده. هغه وویل: "دا لرګي په غرونو کې په هغو ساحو باندې انتقالیږي چې دښمن په کې مسلط دی او زموږ له ولکې بهر دي. د دې ګټه اکثره داعش ته رسیږي."

نوموړي وویل چې دا لرګي ننګرهار او بیا له هغه ځای څخه نورو سیمو ته قاچاق کېدل.

د کونړ والي عبد الستار میرزکوال هم مني چې د داعش ډله د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د ځنګلونو د پرې کولو او قاچاق له لارې پیسې ترلاسه کوي.

هغه وویل: "په عملیاتو کې د چلس سیمې ته ورسېدو. په چلس کې چې کوم داعش ګروپونه دي، هغوی (قاچاق کوونکو) ته یې اجازه ورکړې چې لرګي ښکته کړئ، او محصول ترې واخلي."

د کونړ والي ونه ویل چې په دغې سیمې کې د داعش څو ګروپونه او څومره جګړه ماران فعال دي. د کونړ ولایت چارواکي داسې رسمي ارقام نلري چې وښيي د داعش ډله د لرګیو د قاچاق له لارې څومره پېسې ترلاسه کوي.

د کونړ د ولایتي شورا غړی شیرزمین هم وايي ځينو ساحو کې د ځنګلونو د پرې کېدو ګټه د حکومت مخالفو وسله والو ته رسېږي.

هغه وویل: "یوازې دا نه چې قاچاق د غرونو له لارې په قچرو کیږي، بلکې په رڼا ورځ په اسداباد کې هم قاچاق روان دی."

حکومت په کونړ کې د ځنګلونو پرې کول ناقانونه ګرځولي دي. په همدې حال کې ځينې ولسي خلک وايي که په غرونو یې د حکومت مخالف وسله وال اړوي نو ځينې حکومتي خلک هم د لرګیو په قاچاق کې لاس لري.

د کونړ د کرنې ریاست وايي چې د کونړ په نهو ولسوالیو کې وخت ناوخت ځنګلونه وهل کېږي او دا ځنګلونه ټول په هغو سیمو کې دي چې د حکومت لاسونه نه ور رسېږي.

افغان حکومت وايي چې په ختیځو ولایتونو او په خاص ډول په ننګرهار کې یې د داعش خلاف عملیات بریالي وو. په دغه ترڅ کې د داعش ډلې او د هغوی د کورنۍ سلګونه غړي ونیول شول.