BBC
 شاته

د هرات جومات خطيب: که حکومت څه ونکړل د اخلاقي فساد عاملینو ته سزا ورکوم

د هرات د ګازرګاه جومات خطیب مولوي مجیب الرحمان چې د مذهبي پولیسو په جوړولو یې په خپل سر تورنو کسانو ته د سزا خبر ورکړی و، د خپلو کړنو ننګه کړې. مولوي مجيب الرحمان بي بي سي ته وویل کله چې حکومت د اخلاقي فساد او جرمونو مخه نه شي نیولی، دا د دیني مشرانو دنده چې مټې ونغاړي.